هسپانیايي پولیسو په هسپانیا کې د افغانستان پخواني سفیر رحیم پیرزاده د نیولو لپاره، چې په جنسي تاوتریخوالي تورن دی، نړیوال امر غوښتی دی. د جرمني د ویلټ ورځپاڼې د رپوټ له مخې، اوس به یو قاضي پرېکړه کوي چې ایا هسپانیا له امریکا څخه د هغه د سپارلو غوښتنه کوي که نه.
د جرمني د ویلټ د رپوټ له مخې، یو کال دغه څېړنې ځنډول شوې وې، خو اوس د رحیم پیرزاده په قضیه کې حرکت راغلی دی.
د هسپانیا د پولیسو یوې ځانګړې څانګې (UFAM) چې د ښځو پر وړاندې په تاوتریخوالي کې تخصص لري، دغه قضیه بیا پیل کړې او د خپلو څېړنو پایلې یې د مادرید محکمې ته وړاندې کړې او د نیولو نړیوال امر یې غوښتی دی.
دا له هغه ایمېل څخه څرګندیږي چې د پېښې یوې احتمالي قربانۍ ترلاسه کړی او د ویلټ ورځپاڼې لاس ته هم ورغلی. په یاد لیک کې ویل شوي: « موږ ټول معلومات محکمې ته سپارلي دي.»
دا معلومات د قربانۍ د څرګندونو او «د نورو ممکنه قربانیانو» اړوند دي چې نه یې غوښتل اعتراف وکړي. په لیک کې زیات شوي: « اوس د قاضي پریکړې ته انتظار کوو چې له هغه سره به څه کیږي ، ایا هغه به وسپارل شي که نه». پخوانی افغان سفیر دا مهال په امریکا کې توقیف دی.
یاد ایمېل یوې۳۷ کلنې افغانې مېرمنې ته استول شوی، چې نږدې یو کال وړاندې یې پر رحیم پیرزاده د جنسي تېري تورونه لګولي وو. دا مېرمن دا مهال د جرمني کولن ښار ته نږدې ژوند کوي او له احتیاطه ډکه هیله څرګندوي.
هغې ویلټ ورځپاڼې ته د ټیلفون له لارې ویلي: «هیله لرم چې محکمه ژر اقدام وکړي».
په دې قضیه کې، یاده مېرمن د دې رسنۍ په لومړنیو پلټنو کې د «انیس» په نوم یاده شوې او لا هم غواړي خپل نوم پټ وساتي. هغې پیرزاده تورن کړی چې په ۲۰۲۲ کال کې یې په مادرید کې هغه د بېهوښه کوونکو درملو په وسیله بېسده کړې او وروسته یې جنسي تېری پرې کړی.
هغې زیاته کړې: « زما ژوند به هېڅکله پخوانی نه شي ، خو لږ تر لږه د عدالت ترلاسه کولو چانس مې تر لاسه کړی».
د قضيې له جریان سره اشنا یوې سرچینې ویلټ ته ویلي، چې د قضیې اوږدیدل او د اسنادو د لیږلو غیر معمولي لاره د نړیوالو حقوقي مرستو په ورته قضیو کې بېسارې ګڼل کېږي.
د جرمني د لیمبورګ څارنوالۍ ویلټته ویلي، چې دوی دا دوسیه څېړلې، خو د ځنډ او یا د اسنادو د لېږلو د لارې په اړه یې نور جزئیات نه دي وړاندې کړي او ټینګار یې کړی چې دا موضوع اوس د هسپانیایي چارواکو د صلاحیت برخه ده.
د مارچ میاشتې په پای کې پیرزاده د واشنګټن په ډالاس نړیوال هوایي ډګر کې د محمد رحیم وحیدي په نوم د داخلېدو پر مهال ونیول شو. د ویلټ د پلټنو له مخې، نوموړی هلته دایف بي ای د افسرانو له لوري د جنسي ناوړه چلند د تورونو په تړاو وپوښتل شو. پیرزاده ویلي یې دي چې دا ادعاوې بېاساسه دي.