امرالله صالح: د ناروې هېواد له لوري د طالبانو سپین ښودل، یوه لویه تېروتنه ده

۲۰ ساعتونه مخکې

د افغانستان د مخکیني جمهوري نظام مرستیال ولسمشر امرالله صالح ویلي،‌ چې ناروې هېواد د ۲۰۱۵ زېږدیز کال راهیسې د طالبانو د سپین ښودلو لپاره ځینې هڅې او تېروتنې کړې دي.

هغه د طالبانو په تړاو د یاد هېواد دغه چاره نه اصلاح کېدونکې او نه هېرېدونکې تېروتنې بللې دي.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۲مه) پر اېکس پاڼه د ناروې هېواد له لوري د «اوسلو فورم» په ناسته کې طالبانو ته د نه ګډون بلنه ستایلې او دا یې د دغه هېواد د تېرو تېروتنو د جبران لپاره یوه کوچنۍ هڅه بللې ده.

صالح همدا راز له ناروې څخه غوښتي، چې د افغانستان پېچلي ناورین لپاره هوښیار او ځیرک ډېپلوماټان په دندو وګوماري.

صالح دغه هېواد ته خبرداری ورکړی، چې د طالبانو‌ په ملاتړ دې خپل غوره شهرت په خطر کې نه اچوي او باید له دغه ډلې څخه واټن واخلي.

د هغه څرګندونې داسې مهال دي، چې په اوسلو کې د افغانستان سفارت هم طالب استازي ته سپارل شوی دی.

د ۲۰۲۲ کال (د جنورۍ په ۲۲مه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مشرۍ یو ۱۵ کسیز پلاوی ناروې ته د اوسلو ناستې کې ګډون لپاره تللی و.

په یاده ناسته کې د افغانستان د بشري فعالانو په ګډون یو شمېر رسنیزو څېرو هم برخه اخیستې وه.

طالبانو په خپل دغه لومړني سفر کې د ناروې هېواد د چارواکو په ګډون له یو شمېر اروپايي چارواکو او ځايي افغانانو سره هم کتلي وو.

د یادې ډلې د دغه پلاوي سفر د افغان سیاست‌والو، ښځینه او د بشري حقونو فعالانو د سختو نیوکو سره هم مخ شوی و.

پر ناروې تورونه لګول شوي وو، چې د طالبانو سختدریځي بندیزونه او جنګي جنایتونه یې له پامه غورځولي او دغه ډلې سره یې تعامل ته لاره هواره کړې ده.

نور خبرونه

رادیو