د پاکستان له زندانونو ۱۲ تنه افغانان خوشې شوي دي

۱۴ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د پاکستان له بېلابېلو زندانونو ۱۲ خوشې شوي افغانان (د غبرګولي په ۲۱مه) افغانستان ته ستانه شوي دي.

دغه وزارت پر اېکس پاڼه په کندهار ولایت کې د سپین بولدک سرحدي امریت په حواله کاږلي، چې دغه کسان د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د قانوني اسنادو په لرلو سره نیول شوی وو.

دغه وزارت زیاته کړې، چې دغه کسانو له یوې ورځې نیولې تر پنځو ورځو پورې د بند موده تېره کړې ده.

نور خبرونه

رادیو