ډونالډ ټرمپ امریکا کې یو تنکي افغان زلمي ته د «ښوونیزې بریا» جایزه ورکړې

۲۱ ساعتونه مخکې

د امریکا د وېرجنیا ایالت د مرسر په ښوونځي کې د محمد خطیبي په نوم پر زده‌کړو بوخت یوه تنکي افغان زلمي د متحده ایالتونو د ولسمشرۍ ماڼۍ له‌خوا د «ښوونیزې بریا» غوره جایزه ګټلې ده.

دغه جایزه هغو زده‌کوونکو ته ورکول کېږي، چې له ځانه یې وړتیاوې ښودلې وي او د شخصي ځانګړتیاوو له امله د غوره چلند بېلګې ولري.

اوس‌مهال دغه جایزه د ډونالډ ټرمپ د هغه د ښوونې او روزنې وزیر په لاسلیک ورکول کېږي. محمد خطیبي د دغې جایزې ترلاسه کولو په تړاو ویلي: «ډېر منندوی یم او خوشاله یم، چې دغه ویاړ مې ترلاسه کړ؛ خو هغه تکړه او خواریکښ افغان زده‌کوونکي مې هم په ذهن کې دي، چې ورته فرصتونه نه لری. هیله لرم، چې یوه ورځ ټول زده‌کوونکي په یو امن او ملاتړي چاپېریال کې زده‌کړې وکړي».

د دې جایزې له‌خوا ورلېږل شوي پېغام کې ټرمپ دغه افغان زده‌کوونکی د «راتلونکو رهبرانو» به توګه یاد کړی او لیکلي یې دي: «زموږ ملت به راتلونکي کې ستاسې پر مشرتابه حساب کوي. موږ کولای شو یو ځای د هېواد د تاریخ تر ټولو بریالۍ او ښکلې دوره پیل کړو».

محمد خطیبي د ۲۰۲۱ زېږدیز کال په اګسټ‌ میاشت کې وروسته له هغې امریکا ته کډوال شو، چې طالبانو مخکینی جمهوري نظام ړنګ کړ او پر هېواد یې واکمني پیل کړه.

نوموړي وکولای شول په لنډ وخت کې د سختو خواریو، نظم او ځانګړو هڅو له لارې ځان د ښوونځي د غوره زده‌‌کوونکي په توګه وځلوي.

د مرسر ښوونځي په یوه خبرپاڼه کې نوموړی د نورو زده‌کوونکو لپاره یو «الهام بښوونکی» مثال یاد کړی او د هغه وړتیا یې د کډوالو ځوانانو د پټ استعداد نښه ګڼلې ده.

نور خبرونه

رادیو