د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د نړۍوالو تګلارو تازه راپور له مخې؛ په نړۍ کې د تاوتریخوالي، جګړو او ځورونو له کبله د خلکو بې ځایه کېدو پېښې یوې ټکان ورکوونکې کچې ته رسېدلې دي.
د پنجشنبې په ورځ د (غبرګولي ۲۲مه) په دې تازه خپاره شوي راپور کې راغلي، د ۲۰۲۵کال د اپرېل تر پایه نږدې ۱۲۲.۱ مېلیونه انسانان اړ شوي چې خپل کورونه پرېږدي. دغه شمېر د تېر زېږدیز کال پرتله پراخ زیاتوالی ښیي.
په راپور کې راغلي، چې افغانستان له «۱۰.۳ مېلیونه کډوالو او کورنیو بې ځایه شويو کسانو» درېیم، سوریه د «۱۳.۵مېلیونه بې ځایه شویو» په لرلو سره دویم او سوډان بیا د «۱۴.۳مېلیونه کسانو» د لرلو له امله د نوملړ په سر کې دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د واکمنۍ راهیسې له هېواد څخه د طالبانو د ګواښونو، بې روزګارۍ او اقتصادي ستونزو له کبله د خلکو کډوالي او تګ په بې سارې توګه ډېر شوی دی.
همدا راز په ۲۰۲۴کال کې د پاکستان او ایران له لوري بیا سلګونه زره افغان کډوال په جبري توګه بېرته خپل هېواد ته اېستل شوي دي.
د یونسیار عالي کمېشنر فیلیپو ګرانډي د دغه راپور د پایلو په اړه ویلي:« موږ دا مهال په نړۍوالو اړیکو کې د سختې بېثباتۍ دورې تجربه کوو. عصري جګړې د انسانانو د رنځ لامل شوې دي. د سولې د موندلو او د بې ځایه شویو وګړو لپاره د تلپاتې حل لپاره باید خپلې هڅې دوه برابره کړو».
راپور زیاتوي، چې له له یاد شمېر کسانو څخه شاوخوا ۷۳.۵ مېلیونه کسان دننه په خپلو هېوادونو کې بې ځایه شوي او نږدې ۴۲.۷ مېلیونه نور بیا د خپلو هېوادونو پرېښودو ته اړ شوي او د کډوالو په توګه ژوند کوي.
په راپور کې یوه بله مهمه خبره دا ده چې، د بډایه هېوادونو له عامو انګېرنو سره برعکس ۶۷ سلنه کډوال خپلو ګاونډیو هېوادونو کې پاتې کېږي او ۷۳سلنه هغو هېوادونو کې مېشت دي، چې یا کم عاید یا منځني اقتصادي وضعیت لري.
سره له دې چې د کډوالو شمېر په بې سارې توګه زیات شوی؛ خو د UNHCR لپاره مالي مرسته لا هم د ۲۰۱۵ کال په کچه پاتې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې پر کوربه هېوادونو فشار زیات شوی او پناهغوښتونکي نور هم زیانمن شوي دي.
فیلیپو ګراندي همداراز د ځینو کډوالو د بېرته ستنېدو یادونه کړې. هغه وايي: «د تېرو شپږو میاشتو په ترڅ کې د ټولو خنډونو سره، سره نږدې دوه مېلیونه سوریايي وګړي بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. که څه هم سوریه لا تر اوسه یو زیانمن هېواد دی؛ خو دغه ستنېدنه د هیلو نښه ده».
په ټوله کې په ۲۰۲۴ کال کې نږدې ۹.۸ مېلیونه بې ځایه شوي کسان بېرته خپلو مېنو ته ستانه شوي، چې په کې ۱.۶ مېلیونه کډوال او ۸.۲ مېلیونه داخلي بې ځایه شوي کسان شامل دي.
د یاد راپور په پای کې ټینګار شوی، چې یونسیار د کډوالو، بې ځایه شویو کسانو او کوربه ټولنو لپاره دوامداره مالي ملاتړ ته اړتیا لري.