د طالبانو تر ادارې لاندې باختر اژانس او ملي ټلوېزیون خبر ورکړی، چې له تېرو دوو ورځو راهیسې په میدان وردګ، پنجشېر او فراه ولایتونو کې د بېلابېلو ټرافیکي پېښو له امله ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د راپورونو له مخې؛ د میدان وردګ د نرخ ولسوالۍ اړوند د کابل-کندهار پر لویه لاره د یوه موټر د چپه کېدو له امله یوه مېرمن او کوچنی زوی یې مړه شوي دي.
په دغه پېښه کې درې نور کسان ټپیان شوي، چې د درملنې لپاره یو ځایي روغتون ته وړل شوي دي.
باختر اژانس همدا راز خبر ورکړی، چې په تېرو دوو ورځو کې په پنجشېر ولایت کې ۹ ټرافیکي پېښې شوې، چې له امله یې ۱۰کسان ټپیان شوي.
په یوه بل خبر کې ملي ټلوېزیون ویلي، چې د فراه ولایت د فراه رود ولسوالۍ په چکاب سیمه کې د کندهار-هرات پر لویه لاره د یوه فېلډر او مساپر وړونکې ۴۰۴موټر ټکر کړی دی.
په دغه پېښه کې دوه تنه مړه شوي او پنځه نور ټپیان دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د لوی اختر په ورځو کې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له کبله لګسونه ټرافیکي پېښې شوې دي.