د لوی اختر په ورځو کې د پکتیا له ځاځي اریوب پارک څخه ۴۰۰زره سېلانیانو لیدنه کړې

پرون

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون خبر ورکړی، چې د لوی اختر په ورځو کې د پکتیا ولایت اړوند د ځاځي اریوب تفریحي پارک ته ۴۰۰زره سېلانیان ورغلي وو.

سېلانیانو غوښتنه کړې، چې دغه سیمې او پارک ته ورغلې لاره باید په اساسي توګه ورغول شي.

د امرالله مېړني په نوم یو ورغلي سېلاني ویلي، هغه ډول چې په یاده سیمه کې د خدمتونو یادونه کېږي نشته.

نوموړي زیاته کړې: «سړک باندې باید کار وشي، د موترو د نظم لپاره باید د ټرافیکو یو بندوبست وشي».

د شفیق بهیر په نوم یوه بل سېلاني هم نیوکه کړې ده، چې په دغه پارک کې په کافي توګه برېښنا نشته او له امله یې سېلانیان له ستونزو سره مخ دي.

د هغه په خبره: «ډېری سېلانیان په لاره کې له ستونزو سره مخ کېږي او باید جوړه شي».

همدا راز د ځاځي اریوب په تفریحي پارک کې د لوړو بیو څخه شکایتونه شوي دي.

د افغانستان انټرنشنل پښتو موندنو ښوولې وه، چې د دغه پارک قراردادي په بېلابېلو برخو کې سېلانیانو ته نرخونه لوړ کړي وو.

په پکتیا ولایت کې د طالبانو د والي له لوري د نرخونو د کنټرول لپاره ټاکل شوي پلاوي منلې، چې په یاد تفریحي پارک کې د نرخونو په برخه کې سرغړونې شوې وې.

د نعمت الله همراز په نوم د همدې پلاوي یوه غړي په وینا، له یو شمېر هټۍوالو څخه یې څارنه کړې او څرګنده شوې چې بیې یې لوړې کړې وې.

هم‌مهاله د نورستان،‌ کونړ، ننګرهار، هرات او پنجشېر په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې د سېلانیانو د ناسم چلند په تړاو هم اندېښنې شریکې شوې دي.

ویل کېږي طالبانو په نورستان کې یو شمېر سېلانیان په دې تور نیولي چې ګوندې د عامه نظم خرابېدو لامل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو