د طالبانو پوهنې وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت د ښوونې او روزنې مرستيال سخاء الله سعيد په مشرۍ یو دوه کسيز پلاوی د پوهنې د وزيرانو په درېيم نړۍوال کنفرانس کې د ګډون په موخه د روسیې فدراسيون کازان ښار ته په رسمي سفر ولاړ.
دغه وزارت پر اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې ښاغلی سعيد به په دې کنفرانس کې د افغانستان د ښوونيز نظام د څرنګوالي، فرصتونو او ننګونو په اړه وينا وکړي او نړۍواله ټولنه به وهڅوي چې د افغانستان د ښوونیز نظام په پراختيا کې خپل رول ولوبوي.
د طالبانو د پوهنې وزارت زیاته کړې، چې دغه پلاوی به د کنفرانس په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو د پوهنې له وزيرانو سره هم ناستې ولري او له هغوی سره به د دوه اړخيزه همکاريو په اړه خبرې وکړي.
خو د طالبانو د پوهنې وزارت د دغه پلاوي کوم تصویر نه دی خپور کړی.