ملګرو ملتونو په خپل یو راپور کې ویلي، چې په غزه کې پر ښوونځیو، مذهبي او کلتوري ځایونو د اسراییل بریدونه «جنګي او د بشریت ضد جرمونو» کې راځي.
ملګرو ملتونو په فلسطین کې د څېړنو خپلواک نړۍوال کمېسیون په یوه راپور کې ویلي،« اسراییل د غزې ښوونیز سیسټم له منځه وړی او په غزه کې یې له نیمایي ډېر مذهبي او کلتوري ځایونه ویجاړ کړي دي، چې دا د فلسطینایانو په وړاندې د پراخو بریدونو یوه برخه ده، چې اسراییلي ځواکونو پکې جنګي او د بشریت ضد جرمونه ترسره کړي دي.»