سنتکام: پر ایران د اسراییل د برید په صورت کې به امریکايي ځواکونه له ګواښ سره مخ شي

پرون

د امریکا مرکزي قومندانۍ (سنتکام) وایي، چې پر ایران د اسراییل د برید په صورت کې به په سیمه کې امریکايي ځواکونه له ګواښ سره مخ شي.

د سنتکام قوماندان پر ایران د اسراییل د احتمالي برید په اړه د امریکایي ځواکونو د چمتووالي په اړه ویلي: «موږ هره ورځ د ځواکونو د ځای پر ځای کولو حالت او د ګواښ کچه ارزوو او د اړتیا په اساس بدلونونه راوړو، همداراز نوې وسلې او سیستمونه هم کاروو.»
دا په داسې حال کې ده، چې د اسراییل ۱۲خبري شبکې دوه ورځې وړاندې راپور ورکړ، چې د دغه هېواد له لوري د ایران پر اټومي تاسیساتو د احتمالي برید لپاره چمتووالی وروستي پړاو ته رسېدلی دی.
د راپور له مخې، په دې اقداماتو کې د مهماتو لېږد او عملیاتي پلان جوړونه روانه ده.
که څه هم د ایران او امریکا ترمنځ اټومي مذاکرات روان دي، خو اسراییل په ځلونو خبرداری ورکړی، چې که د ایران او امریکا ترمنځ روانې خبرې اترې بې پایلې پاتې شي، نو د ایران پر اټومي تاسیساتو به برید وکړي.

نور خبرونه

رادیو