د روسیې دفاع وزارت وایي، چې د هوایي دفاع سیسټمونو یې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د روسیې په بېلابېلو سیمو کې ۱۰۲ اوکراینۍ بې پیلوټه الوتکې نسکورې کړې دي.
د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې؛ دغه وزارت زیاته کړې، چې له دغه الوتکو څخه ۴۶په بریانسک سیمه کې، ۲۰یې په بلګورډ کې، ۹ یې په ورونیز او کریمیا کې، ۴یې په کالوګا او تاتارستان کې، ۳ یې په مسکو کې، ۲ یې په لېننګراد او یوه یې په سمولېنسک سیمه کې په نښه شوې ده.
په راپور کې راغلي، چې د کالوګا سیمې والي ولادیسلاو شپشا رسنیو ته ویلي، چې یوازې د دغې سیمې په اسمان کې څلور اوکراینۍ الوتکې وېشتل شوې او تر اوسه پورې د مرګ ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
د اوکراین حکومتي چارواکو تر اوسه د روسیې د دغه ادعا په اړه څه نه دي ویلي.