سوریې له ۱۲ کلنې وقفې وروسته خپله لومړنۍ الوتنه له دمشق نه استانبول ته ترسره کړ

پرون

د ترکیې دولت اړوند اناډولو خبري اژانس راپور ورکوي، چې سوریې له ۱۲ کلنې وقفې وروسته خپله لومړنۍ الوتنه له دمشق نه استانبول ته ترسره کړ.
د راپور له مخې، د دمشق - استانبول الوتنې چې د سوریې د کورنۍ جګړې له پیل وروسته درول شوې وې، له ۱۲ کلنې وقفې وروسته بیا پيل شوې.

دا په داسې حال کې ده، چې له څو کلونو جګړو وروسته سوریه د بیا رغونې او پراختیا په لور روانه ده او د امریکا په ګډون یې له ډېر شمېر هېوادونو سره اړیکې هم جوړې کړې دي.
څو ورځې وړاندې نړۍوال بانک هم اعلان وکړ، چې سعودي عربستان او قطر د سوریې پاتې پورونه چې شاوخوا ۱۵.۵ میلیون ډالر وو، ادا کړي دي.
له دې سره، نړۍوال بانک غواړي چې له ۱۴ کلنې وقفې وروسته په سوریه کې خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي.

نور خبرونه

رادیو