د سي ای اې پخوانۍ ماموره سارا اډمز د کابل د ۱۵مې ناحیې په قصبه سیمه کې پر یوه کور د طالبانو د تېرې شپې عملیاتو ویډیوګانې او تبلیغاتي خبرونو ته په اشارې سره وایي، چې دا د طالبانو لهخوا جوړه شوې ډارمه ده.
هغې پر اېکس پاڼه لیکلي، کابل کې د تېرې شپې دغه عمليات طالب استخباراتو په خپل هغه مرکز ترسره کړي چې د دوی په واک کې دی؛ ترڅو امريکا او ملاتړو ته يې وښيي، چې دوی د داعش پر وړاندې مبارزه کې رښتيني دي او په بدل کې يې ډالري کڅوړې واخلي.
اغلې سارا زیاتوي: «په ابې دروازه تر بريد وروسته د ځمکنيو څېړنو پر مهال موږ دغه ځای ډېر ښه پېژندلی دی. موږ د دغه ځای په اړه معلومات لرو. دغه ودانۍ چې بېګاه پکې د عملياتو ډرامه ترسره شوه، په ۲۰۲۱کال کې د کابل له سقوط راهیسې د طالبانو د استخباراتو رياست (GDI) د ذوالفقار څانګې په واک کې ده.»
سارا اډمز لیکي، دا (د عملياتو د ډرامې ودانۍ) هماغه ځای دی، چې حقانيان پکې په دوامداره توګه د داعش مشرانو سره ګوري: «په ورته مهال دوی لویدیځ ته داسې معلومات ورکوي، چې موږ د هغوی پر ضد عمليات کوو. دوی فکر کوي، سي ای اې د دغه ودانۍ په اړه هېڅ معلومات نهلري او پر خپلو درواغجنو راپورونو به يې تېر باسي.»
نوموړې وايي، هغه څه چې خلک یې ويني دا دي، چې (جي ډي ای) په حقیقت کې په خپل يو مرکز بريد کوي او خلکو ته ښيي، چې د داعش پر یو مرکز يې عمليات کړي دي: «که تاسو د طالبانو په دغه ډول جعلي عملياتو چې د ترهګرۍ ضد مبارزې په نوم يې د امريکا او د هغوی د متحدينو جلبولو لپاره ترسره کوي، بلد نه ياست نو په دې اړه خپور شوی پخوانی راپور (داعش: اوس خپل دښمن وپېژنئ!) ولولئ.»
په پای کې سارا اډمز د یوې پوښتنې په ډول ویلي، چې ولې په دغو عملياتو کې جعل کېږي؟ د دغه پوښتنې ځواب سارا په خپله ورکړی او لیکي یې دي،« دا ځکه چې په دوحه کې د امريکا حکومت او طالبانو تر منځ د ترهګرۍ ضد مبارزې په نوم د ډالري کڅوړو د ورکړې ژمنه شوې ده. وروستۍ ډالري کڅوړه چې يوازې همدا څو اونۍ وړاندې طالبانو ته سپارل شوې ۴۶مېليون ډالره وه.»