په داسې حال کې چې نړۍ لا طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي او افغانستان هم له بشپړې سیاسي انزوا سره مخ دی، د احمد الشرع په مشرۍ د سوریې نوی حکومت د یو شمېر لوېدیځو او سیمهییزو هېوادونو له پراخ او تود هرکلي سره مخ شوی دی.
امریکایۍ فارن پالیسۍ مجلې په یوې نوې څېړنیزه مقاله کې چې د سهشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۰مه) خپره شوې، ویلي چې په چلند کې دغه توپیر د لوېدیځ د بهرني سیاست د معیارونو په تړاو جدي پوښتنې راپورته کړې دي.
د تحریر شام مشر احمد الشرع چې یو وخت یې له القاعدې سره تړاو درلود، اوس په دمشق کې د یوه هېواد واک په لاس کې لري او د امریکا او فرانسې د ولسمشرانو په ګډون یې د نړۍ له لوړپوړو چارواکو سره لیدهکاته کړي دي. دې سره جوخت، افغانستان نه یوازې په نړۍواله کچه په انزوا کې دی، بلکې د امریکا د سفر د بندیزونو په وروستي نوملړ کې هم شامل شوی دی.
د فارن پالیسۍ مجلې په څېړنیزه مقاله کې راغلي، چې د چلند د دغه توپیر دلیل د حکومتونو له فعالیت سره نه، بلکې د لوېدیځ لپاره د هېوادونو د ستراتیژیک اهمیت کچه، د دواړو هېوادونو د مشرانو عمومي تصویر او په لوېدیځ کې د یادو هېوادونو د کډوالو ټولنې د تعامل له ډول سره تړاو لري.
سیاست، انځور او جغرافیه
د دغه تحلیل پر بنسټ، د سوریې نويو مشرانو وکړای شول چې خپل انځور بدل کړي او په رسمي جامو او نرم پیغامونو سره راڅرګند شي، په داسې حال کې چې طالبان لاهم د تېرو وختونو غوندې په دودیزه او تړلې بڼه کې دي.
همداراز ویل کېږي، چې د افغان او سوري کډوالو د تعامل ډول په لوېدیځو هېوادونو کې د پالیسيۍجوړوونکو پر ذهنیتونو هم اغېز کړی دی. سوري ټولنه، په ځانګړي ډول په اروپا کې تر ډېره د خپل هېواد له نوي حکومت سره د تعامل غوښتونکې ده، خو د افغان کډوالو ټولنه، په تېره بیا په متحدهایالاتو کې مېشت افغانان، د طالبانو د منزوي کېدو، بندیزونو د پاتې کېدو او ان د هغوی پر ضد د مخالفو جبهو د ملاتړ غوښتنه کوي.
بشري حقونه او سیاسي واقعیتونه
د طالبانو په پرتله د سوریې نويو مشرانو په ظاهري ډول ډېرې ټولنیزې او مدني ازادۍ منلي دي. په دمشق کې ښځې په ادارو کې کار کوي، نجونې ښوونځیو ته ځي او فرهنګي فعالیتونه روان دي، خو په افغانستان کې نجونې له زدهکړو محرومې شوې دي، ښځې له ډېرو ټولنیزو برخو اېستل شوي او پر فردي حقونو شدید بندیزونه لګول شوي دي.
له دې سره سره، د دې څېړنې لیکوال ټینګار کوي، چې له سوریې سره د لوېدیځ چلند، تر ډېره د بشري حقونو پر معیارونو نه، بلکې پر جیوپولیټيکي ګټو او سیاسي واقعیتونو ولاړ دی. هغه وایي: «سوریه د امریکا او اروپا لپاره مهمه ده، خو افغانستان نور چندان اهمیت نهلري.»
د تعامل او انزوا ازموینه
فارن پالیسي لیکي، چې الشرع او طالبان دواړه د واک له خلا او د پخوانیو حکومتونو له سقوطه ګټه اخیستې او واک ته رسېدلي دي، خو د نړۍ متفاوت چلند له دوی سره دا ښيي، چې په نړۍوال سیاست کې مشروعیت تر ډېره د ګټو، انځور او کړنو له لارې ترلاسه کېږي، نه یوازې پر خاورې د کنټرول له لارې.
د دې څېړنیزې مقالې لیکوال وړاندیز کوي، چې طالبان پر خپلو دواړو کورنیو او بهرنیو پالیسیو بیا غور وکړي او همداراز متحدهایالات باید له سوریې سره په خپلو اړیکو کې د مثبتې پایلې د ترلاسه کېدو په صورت کې له افغانستان سره هم حقیقي اړیکې په پام کې ونیسي.
څه موده مخکې د امریکا له ولسمشر سره د احمد الشرع د لیدنې او پر سوریې د ټرمپ د بندیزونو د پای ته رسېدو له اعلان سره سم، د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخوندزاده او د سوریې لنډمهالې دورې ولسمشر ترمنځ د افغانانو په منځ کې بېلابېل بحثونه او څرګندونې وشوې. په ټولنیزو رسنیو کې بحثونه د دې دواړو څېرو پر سیاستونو، کړنو او نړۍوالو اړیکو تمرکز کاوه.
د ځینو افغانانو نظر دا و چې احمد الشرع په سوریه کې د جګړې د پای ته رسېدو په برخه کې مهم رول لوبولی. د خپلو خبرو له لارې یې د نړۍوالو پر وړاندې یو مثبت تصویر وړاندې کړی دی. افغان خبریال ولي ارین پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي و: «یوه ترهګر خپل هېواد له نړۍ سره وصل کړ او بل ترهګر د افغانستان په څېر هېواد تیاره انزوا ته یوړ.»