د امریکا د عدلیې وزارت سرپلټونکي دفتر د سهشنبې په ورځ په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د کابل له سقوط وروسته د افغانانو د اېستلو پرمهال یو شمېر کسان چې په ترهګریزو فعالیتونو تورن و، امریکا ته انتقال شوي دي.
د راپور له مخې، له یادو کسانو څخه ۵۵ کسان تر دې وړاندې د شکمنو ترهګرو د څار په نوملړ کې شامل او پېژندل شوي دي.
د اف بي ای څېړنې ښيي، چې دغو کسانو غوښتل د افغانانو د تخلیې له پروسې ناوړه ګټه واخلي او امریکا ته ننوځي.
دغه څېړنه چې د سهشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۰مه) خپره شوې، پکې راغلي چې د ۲۰۲۱ کال د تخلیې پروسه له جدي ستونزو سره مخ وه، چې پکې د هویت د تثبیت لپاره د اصلي اسنادو کمښت او د شالیډ معلوماتو د ارزونې محدودیتونه شامل وو.
د جمهوري نظام تر سقوط وروسته د امریکا پوځ له ۹۰ زرو زیات افغانان امریکا ته ولېږدول، چې په دغو کسانو کې د پخواني حکومت ملکي او نظامي چارواکي هم شامل و او دوی د طالبانو د ممکنه ځورونې له وېرې د امريکايي ځواکونو په مرسته له هېواده ووتل.
په ورته وخت کې د امریکا جمهوري غوښتونکو په وار-وار د افغانانو د بیا مېشتېدنې پر پروسې نیوکه کړې، ځکه دوی اندېښنه لري چې ښايي ترهګر له دې لارې امریکا ته ننوتلي وي.
د ټرمپ حکومت د پاکستان او نورو هېوادونو څخه د بیا مېشتېدنې وړ افغانانو د لېږد مخه نيولې او د اېستل شویو کسانو د سابقې د ارزونې بهير نیمګړی ګڼي.
د امریکا د عدليې وزارت د سرپلټونکي دفتر راپور ښيي، «سره له دې چې ګواښونه موجود و؛ خو د فدرالي څېړونو اداره د نورو ادارو سره په ګډه موثر ګامونه پورته کړي څو دا خطرونه وڅاري او را کم یې کړي.»
که څه هم پېژندل شوي شکمن کسان د څارنې په نوملړ کې و؛ خو فدرالي پولیسو کافي شواهد نه درلودل، چې هغوی په ترهګریزو جرمونو تورن کړي.
د راپور له مخي؛ د ۲۰۲۴ کال تر جولای میاشتي پوري ۹ کسان تر څار لاندې و او له دې ډلې څلور کسان تر څېړنې لاندي دي، څلور نور د پېژندل شویو ترهګرو سره د اړیکو له امله تر نظارت لاندې دي او یو بل له امریکا څخه وتلی دی.
د عدليې وزارت د سرپلټونکی ادارې راپور زیاتوي، چې ۴۶ کسان د بېلابېلو دلایلو له کبله د څارنې له لیست څخه اېستل شوي دي، ځکه د فدرالي څېړنو ادارې داسي اسناد نه درلودل، چې دغه کسان د امریکا د امنیت لپاره مستقیم ګواښ پېښ کړي.
د عدلیې وزارت عمومي پلټونکي مایکل هورویټز ټینګار وکړ، چې د فدرالي څېړنو اداره توانېدلې چې احتمالي ګواښونه وپېژني او د هغوی د کمولو لپاره اړین اقدامات وکړي.
په راپور کې د نصير احمد طاهري نیونه یاده شوې، چې یو افغان دی او د اوکلاهوما ایالت کې ژوند کوي او د ۲۰۲۴ کال د ولسمشرۍ ټاکنو په ورځ د ترهګریز برید په پلان کولو تورن شوی و.
د راپور له مخې، د ننګونو سره سره د امریکا امنیتي سیسټمونه توانېدلي، چې دا ډول ګواښونه له منځه یوسي.
له افغانستان څخه د وتلو پروسه له ډېرې ګډوډۍ سره مخ وه.
د افغان حکومت له ړنګیدو او د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته په زرګونه پخواني بهرني نظامي همکاران، حکومتي چارواکي او پخواني امنیتي ځواکونه د کابل هوايي ډګر ته ولاړل او پرته له مناسبې پلټنې او ارزونې څخه امریکا ته ولېږدول شول.
همداراز د تخليې په پروسه کې د کابل هوايي ډګر مخې ته ۱۳ امریکایي سرتېري او له ۱۷۰ زيات افغانان د داعش په ځانمرګي برید کې ووژل شول.