د «دیانت» په نوم د ترکیې یوه بشپرپاله بنسټ سږ کال د لوی اختر په مناسبت، په افغانستان کې پر اړمنو خلکو د قربانۍ غوښه وېشلې ده.
د ترکیې اناډولو خبري اژانس د سېشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۰مه) په یوه راپور کې زیاته کړې، چې دا مرسته د قربانۍ پروګرام په چوکاټ کې په کابل، کندهار، هرات او مزار شریف ولایتونو کې پر شاوخوا ۲۰۰ زرو کسانو وېشل شوې ده.
د خپاره شویو معلوماتو پر بنسټ، په دې پروګرام کې ۱۴۵۰څاروي قرباني شوي، چې غوښه یې بیا د یتیمخونو او ښوونځیو په ګډون پر اړمنو خلکو وېشل شوې ده.
په کابل کې د ترکیې سفارت د دیني چارو سلاکار امرا کندمیر وايي، چې دا مرستې د مرستهرسوونکو په مالي ملاتړ شوي او له ټولو هغو کسانو نه یې مننه وکړه، چې په دغه پروګرام کې یې برخه اخیستې ده.
د یادونې ده، چې دغه بنسټ تېر کال هم په لوی اختر کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پر اړمنو افغانانو د قربانۍ غوښه وېشلې وه.