په افغانستان کې نږدې «له هرو پنځو وګړو څخه یو یې د ماین په سیمو کې ژوند» کوي

۲۳ ساعتونه مخکې

ټېلګراف ورځپاڼې د «هالو ټرسټ» بنسټ په حواله راپور ورکړی، چې په افغانستان کې نږدې له هرو پنځو وګړو څخه یو یې په هغو سیمو کې ژوند کوي، چې د ماینونو او ناچاودو توکو له خطره ډکې دي.

دا په دې معنا چې شاوخوا شپږنيم میلیونه افغانان په داسې سیمو کې مېشت دي.

د دې ادارې په وینا، افغانستان له اوکراین وروسته په نړۍ کې دویم هېواد دی چې تر ټولو زیات له ناچاودو توکو ککړ هېواد دی او د څلورو لسیزو پرله‌پسې جګړو سره سره، د ځمکنیو ماینونو له امله رامنځته شوي ګواښونه لاهم د زرګونو افغانانو ژوند ګواښي.

دا ستونزه تر هغې وروسته نوره هم ناوړه شوې، چې لسګونه زره افغان کډوال له پاکستان او ایران نه افغانستان ته دننه شول. ډېری دا خلک په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته له هېواده وتلي و او اوس د ژوندي پاتې کېدو لپاره ډېر لږ امکانات لري.

هالو ټرسټ بنسټ چې له ۱۹۹۸ کال راهیسې په افغانستان کې فعالیت کوي، تر دې دمه یې تر ۸۰۰ زرو ډېر ماینونه او ۱۱ میلیونه ناچاوده‌ توکي پاک کړي دي، خو د نړۍوالو مرستو په ځانګړي ډول د امریکا نړۍوالې پراختیايي ادارې (USAID) د مرستو کمېدو له امله دا اداره اړ شوې، چې خپل کارکوونکي له ۲۲۰۰ نه ۱۰۰۰ ته راکم کړي.

په افغانستان کې د نوموړي بنسټ د پروګرامونو مشر ډاکټر فرید همایون خبرداری ورکړی، چې افغانستان ممکن «یوه هېره شوې بشري ستونزه» شي.

هغه وویل: «افغانان له ۴۰ کلونو نه ډېر له جګړو، بې‌ځایه‌ کېدو او بې‌وزلۍ سره لاس او ګرېوان دي. نړۍواله ټولنه باید په دې حساس وخت کې خلک یوازې پرېنږدي.»

هالو ټرسټ اندېښنه ښودلې، چې د ماین‌پاکۍ پروګرامونه به په راتلونکي کې زیانمن شي، په ځانګړي ډول ځینو اروپايي هېوادونو ویلي، چې غواړي له اوتاوا تړون څخه ووځي؛ هغه تړون چې د افرادو ضد ماینونو کارول او ساتل منع کوي.

نور خبرونه

رادیو