په کابل کې د ایران سفارت ويلي، چې د طالبانو د عامي روغتیا وزير نورجلال جلالي په تهران کې د ایران د روغتیا له وزیر محمدرضا ظفر قندي سره ليدلي.
د سفارت په خبره، په دې لیدنه کې په روغتيايي چارو کې د دوه اړخیزو همکاريو پر پراخوالي خبرې شوي.
د طالبانو د روغتيا وزیر نورجلال جلالي د دوشنبې په ورځ تهران ته سفر کړی او د سې شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۰مه) یې د «ایران هلت» نندارتون څخه لیدنه وکړه.
د معلوماتو له مخې، د طالبانو دغه وزیر د ایران د خوړو او درملو ادارې د طبي تجهیزاتو له عمومي مشر سعید رضا شاه مرادي سره هم لیدلي او پر بېلابېلو برخو يې ورسره خبرې کړې دي.
ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې «جلالي د دې سفر په جریان کې د طبي تجهیزاتو د نویو تولیداتو او ظرفیتونو څخه هم لیدنه وکړه او نوي څه یې ترې زده کړل.»
دا لیدنه په داسې حال کې کېږي، چې ایران افغانستان ته د خپلو درملو صادرولو ته ځانګړې پاملرنه کړې.
ایراني چارواکو ویلي، چې هېواد یې د افغانستان ۷۰ سلنه درمل چمتو کوي.