د کاناډا د دفاع وزارت پخوانيو افغان همکارانو د ۵۰ میلیون ډالرو تاوان غوښتنه کړې

۲۲ ساعتونه مخکې

په افغانستان کې د کاناډایي سرتېرو ۳۰ پخوانیو افغان همکارانو د کاناډا له حکومته ځکه شکایت کړی، چې وایي د جنګي ماموریتونو څخه مخکې او وروسته ورته لازم ملاتړ او خدمات نه دي برابر شوي.
دغه کسان چې اوس د کاناډا تابعیت لري، له حکومته د ۵۰ میلیونه کاناډایي ډالرو تاوان غوښتنه کړې ده.

د سي بي سي خبري شبکې د راپور له مخې، د یاد شمېر کسانو رسمي شکایت د روان میلادي کال د مې میاشتې په ۳۰مه نېټه د انتاریو ولایت په عالي محکمه کې ثبت شوی دی.
دغو افغان سلاکارانو د افغانستان د ماموریت پر مهال د کاناډایي ځواکونو لپاره د ژباړې تر څنګ نور خطرناک ماموریتونه لکه د طالبانو په اړه د معلوماتو د راټولولو، د یاغیانو د خبرو د اورېدو او د بریدونو په اړه د خبرداري ورکولو په برخو کې هم ترسره کول.
دا په داسې حال کې ده، چې یاد کسان نظامي نه، بلکې ملکي کارکوونکي و.
اوس چې د دوی یو شمېر په ټپي حالت کې کاناډا ته ستانه شوي دي، د دې هېواد فدرالي حکومت له ماموریت وروسته د هغوی د قرارداد د پای ته رسېدو له امله، دوی ته د اړینو خدمتونو لکه رواني درملنې- مشورې ورکولو څخه ډډه کړې ده.
شکایت کوونکو ویلي دي، چې د کاناډا د دفاع وزارت «په قصدي توګه د دوی د دوسیو د څېړنې بهیر ګډوډ کړی دی.»
د کاناډایانو د یادو پخوانیو افغان همکارانو په خبره، دوی له هغو ګواښونو سره مخ و، چې کاناډایي سرتېري هم ورسره مخ و، خو سره له دې «کاناډا دوی له هغو امتیازاتو او ملاتړو بې‌برخې کړي دي چې سرتېرو ته د جنګي ګواښونو په بدل کې ورکول کېږي.»
دغو کسانو زیاته کړې ده، چې افغانستان ته له استولو مخکې هغوی د جګړې له خطرونو سره د مقابلې لپاره لازمې روزنې نه وې ترلاسه کړې او د دې علت یې «تبعیض» بللی دی.
د کاناډا د پوځ له پخوانیو همکارانو جمیل جوشان له سي بي سي نیوز سره په خبرو کې ویلي: «موږ هېر شوي یو، له پامه وغورځول شوي یو. هغوی زموږ د کار ستاینه وکړه، زموږ له ماموریته یې هم مننه وکړه، خو دا یوازې په خبرو کې و؛ هېڅ کوم عملي اقدام ونه شو.»
د کاناډا د وسله‌والو ځواکونو یو شمېر پخوانیو قوماندانانو له حکومته غوښتي، چې له افغان سلاکارانو ملاتړ وکړي.
د کاناډا د وسله‌والو ځواکونو د څار دفتر وړاندیز کړی، چې د پوځ له افغان‌الاصله همکارانو سره د دوی د خدمتونو د جبران لپاره ځانګړی مالي بستې په پام کې ونیول شي.
د یادولو ده، چې تراوسه د کاناډا حکومت او د دفاع وزارت په دغه قضایي شکایت کې د یادو شویو ادعاوو په اړه هېڅ ډول غبرګون نه دی ښودلی.

نور خبرونه

رادیو