انډین اېکسپرېس ورځپاڼې راپور ورکړی، چې پاکستان په واګه بندر کې د افغانستان ۱۱ لارۍ درولې دي.
د راپور له مخې؛ دغه لارۍ په نیمه خوسا کېدونکو خوراکي توکو بار دي.
په راپور کې راغلي، که څه هم تېره میاشت د هند او پاکستان ترمنځ تر شخړې وروسته د اتاړې-واګه په پوله له ۱۵۰ زیاتې لارۍ هند ته داخل شوې؛ خو بیا هم ۱۱ لارۍ د پاکستان لهخوا په واګه بندر کې بندې پاتې دي.
دغې رسنۍ په امرتسر کې د وچو مېوو یو مشهور سوداګر مکېش سېدواني په حواله لیکلي، چې دغه لارۍ (د اپرېل له ۲۳مې نېټې) راهیسې هلته بندې پاتې دي.
هغه ویلي، دغه لارۍ د تخنیکي ستونزې له امله بندې پاتې دي او په رسمي نوملړ کې نه دي راغلي.
هغه زیاته کړه:« دغه لارۍ په نیمه خوسا کېدونکو توکو بار دي او لا ځنډ به د سخو زیانونو لامل شي.»
راپور کې وړاندې راغلي، چې افغان سوداګر د طالبانو او پاکستان حکومت سره د دغې ستونزې د حل لپاره کار کوي.