د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري واشنګټن ته د خپل سفر پر مهال له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي نیوکه کړې او ادعا یې کړې، چې په افغانستان کې پاتې امریکايي تجهیزات د پاکستان د ملي امنیت لپاره یوه ستونزه ګرځېدلې ده.
د ای اېن اې خبري وېبپاڼې د راپور له مخې؛ بلاول بوټو زرداري چې په دې وروستیو کې یې امریکا ته سفر کړی، وايي ټاکل شوې ده له امریکايي چارواکو سره د افغانستان په تړاو خبرې اترې وکړي.
بلاول بوټو د دغه سفر په لړ کې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو او په دغه هېواد کې د پاتې پوځي تجهیزاتو شتهوالی د پاکستان لپاره جدي ننګونې رامنځته کړې دي.
هغه زیاته کړه:« موږ به د ترهګرۍ، افغانستان او نورو مسلو په اړه بحث وکړو."دغو مسلو په تېرو لسیزو کې زموږ په اړیکو خورا اغېزه کړې ده. په هغه طریقه چې امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل او هغه وسلې چې ترې پاتې شوې، نن ورځ زموږ لپاره ستونزې جوړې کړې دي او په پاکستان یې منفي اغېز کړی دی.»
د پاکستان د خلکو ګوند مشر د ترهګرۍ ګواښونو سره د مبارزې لپاره د سیمهییزې او نړۍوالې همکارۍ د پیاوړتیا پر اړتیا هم ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د امریکایي چارواکو سره راتلونکې خبرې اترې به په دې برخه کې ډېرې اغېزمنې وي.
بلاول بوټو زرداري وویل:« موږ د کابل له سقوط وروسته د وضعیت او پاتې ګواښونو سره د مقابلې لپاره لا زیاتو سیمهییزو او نړۍوالو همکاریو ته اړتیا لرو. له همدې امله، موږ د هر اړخیزه خبرو اترو غوښتنه کوو، چې د ترهګرۍ مسله هم پکې شامله وي. موږ د امریکا سره د ترهګرۍ ضد خبرې اترې لرو، چې زه فکر کوم ډېرې ګټورې به وي.»
طالبانو تر اوسه د بلاول بوټو د څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی؛ خو د دغې ډلې چارواکو تر دې وړاندې له پاکستانه غوښتي و، له هغو ادعاوو څخه ډډه وکړي چې دوه اړخیزو اړیکو ته زیان رسوي.
د پاکستان د خلکو ګوند د مشر دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د څو میاشتو ترینګلو اړیکو وروسته، طالبان او اسلام اباد په دې وروستیو کې د خپلو ډیپلوماټیکو ماموریتونو کچه د شارژدافیر څخه سفیر ته لوړه کړې ده.