د افغانستان او پاکستان سوداګري د پالیسۍ د بې‌ثباتۍ له امله ۱ میلیارد ډالرو ته کمه شوې

۲۰ ساعتونه مخکې

د اسلام اباد او کابل ترمنځ سوداګري د دروازو د تړل کېدو او د پاليسیو د بې ثباتۍ له امله ۱ میلیارد ډالرو ته راټيټه شوې ده.
پاکستاني رسنیو یې لامل د فبروري په میاشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ تاوتريخوالی او د تورخم لارې بندېدل یاد کړي.

پاکستاني رسنيو د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۱مه) په یوه راپور کې ویلي، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ کلنۍ سوداګري له ۲.۵ میلیار ډالرو څخه ۱ میلیارد ډالرو ته را ټيټه شوې ده.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مرستیال ضیاءالحق سرحدي د دوه اړخیزې سوداګرۍ کمښت د اندېښنې وړ ګڼلی دی.

نوموړي ټينګار کړی، چې د سوداګرۍ د ودې لپاره پاکستان باید د منځنۍ اسیا هېوادونو ته لاسرسی ومومي او له افغانستان سره خپلې سوداګريزې اړيکې پياوړې کړي.

په تېرو کلونو کې پاکستان افغانستان ته سمنټ، د اوسپنې سیخونه، درمل، سبزیجات، اوړه او بوره صادر کړي او په بدل کې يې میوې او سبزیجات وارد کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د فبرورۍ په میاشت کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تاوتريخوالي له امله د تورخم دروازه وتړل شوه، چې د دواړو خواو سوداګرو ته یې میلیونونه روپۍ زيان واړوه او سوداګري يې ګډوډه کړه.

دغه لار نږدې یوه میاشت بنده وه او په هغه وخت کې چارواکو ویلي و، چې د تورخم دروازې له لارې هره ورځ افغانستان نه د ۱،۶ میلیون ډالرو په ارزښت واردات او د ۱،۴ میلیون ډالرو په ارزښت صادارت کېږي.

د راپورونو له مخې، د تورخم دروازې په تړل کېدو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۶۶ میلیون ډالرو په ارزښت سوداګري و نه شوه.

نور خبرونه

رادیو