د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ یو پلاوی تاشکند ته ولاړ

۸ ساعتونه مخکې

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت لپاره د طالبانو وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ یو پلاوی نن دوشنبه (د غبرګولي ۱۹مه) په یوه نړۍوال کنفرانس کې د ګډون په موخه د ازبکستان پلازمینې تاشکند ښار ته ولاړ.

دغه وزارت پر اېکس پاڼه کاږلي، چې د دغه سفر موخه د پانګونې په اړه د تاشکند په څلورم نړۍوال کنفرانس کې ګډون او د دواړو هېوادونو ترمنځ په تېرو ناستو کې د شویو پرېکړو او ژمنو څارنه یاده شوې ده.
دغه کنفرانس یو له هغو لویو سیمه‌ییزو کنفرانسونو څخه دی، چې هر کال په یو شمېر هېوادونو کې جوړېږي.
خبرپاڼه زیاتوي، تمه کېږي چې د دغه کنفرانس په څنډه کې د طالبانو دغه پلاوی به د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د ازبکستان او ځینو نورو هېوادونو له چارواکو سره وګوري.

نور خبرونه

رادیو