د طالبانو د بلخ والي محمد یوسف وفا د مزارشريف ښار د دولس ګونو امنیتي حوزو له امرینو سره په مشورتي غونډه کې وویل، ډسپلین، د نظم مراعاتول او د یونیفورم اغوستل له لوازماتو دي او باید په هر ځای کې ضرور عملي شي.
د بلخ ولایت د رسنیو دفتر له لوري د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، محمد یوسف وفا په دې غونډه کې ویلي، د امنیتي ځواکونو مسوولیت یوازې د نظم او امنیت ساتنه نه ده، بلکې د خلکو د اعتماد لاسته راوړل دي.
نوموړي همداراز په ډاګه کړه، چې امنیتي مسوولین باید له ولس سره اړیکې ولري.
څه موده مخکې د طالبانو کورنیو چارو وزارت تر خپل لاس لاندې ټولو پولیسو ته امر وکړ، چې د دندې پر مهال باید نظامي یونیفورم په تن ولري خو داسې ښکاري چې لا هم د دغه امر په عملي کولو کې پاتې راغلی او هر چارواکی یې هڅې کوي، چې نظامیان یې یونیفورم اغوستو ته اړ کړي.
له دې سره، نن بیا د طالبانو د کورنیو چارو وزارت هم یو ځل بیا ټینګار کړی، چې ټول امنیتي منسوبین باید د دندو پرمهال د طالبانو د مشر لارښوونه په جدي توګه عملي کړي او ډېر ژر به هغه کړنلاره هم وروستۍ شي، چې که چا ترې سرغړونه کوله، باید څه ډول سزا ورکړل شي.