فایق یو ځل بیا له پاکستان څخه غوښتي چې د افغان کډوالو د اېستلو پرېکړه دې له سره وارزوي

۲ ساعتونه مخکې

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د پاکستان د حکومت له لوري د افغان کډوالو اېستلو نوي بهیر ته په غبرګون ویلي، چې پاکستان دې د افغان کډوالو د دوامداره اېستلو پرېکړه له سره و ارزوي.

نوموړي د شنبې په ورځ پر اېکس‌پاڼې لیکلي:«پاکستان دې خپله پرېکړه د افغان کډوالو او په ځانګړي ډول د هغو زیان منونکو کسانو په اړه چې بېرته ستنېدل یې ژوند له جدي ګواښونو سره مخ کوي، له سره و ارزوي.»

پر همدغه مهال نوموړي په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ دفتر څخه غوښتنه کړې، څو د افغان کډوالو د بېړنیو اړتیاوو او د خوندیتوب اندېښنو په اړه شفاف او بیړني اقدامات وکړي.

نور خبرونه

رادیو