د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وایي، باید اجازه ورنکړل شي چې د افغانستان خاوره د هند د نیابتي ډلو لهخوا د پاکستان پر وړاندې وکارول شي.
د بېزنس ریکارډر وېبپاڼې د راپور له مخې؛ شهباز شریف پېښور ته د خپل سفر پر مهال د افغانستان سره د همکارۍ د زیاتوالي په بېړنۍ اړتیا ټینګار کړی.
هغه په پښتونخوا کې د قبایلي مشرانو یوې جرګې ته په وینا کې وویل، « موږ د هند لهخوا د تمویل کېدونکو ترهګریزو شبکو د له منځه وړلو لپاره پوره چمتووالی لرو او د سولې لپاره په مبارزه کې د دغه سیمې د خلکو د بې سارې قربانۍ ستاینه کوو.»
په دغه هېواد کې وروستیو ناکراریو د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف او نور لوړپوړي پوځي او سیاسي چارواکي اړ اېستي، چې د پاکستان ناکراره سیمو ته سفرونه وکړي.
بل خوا د پاکستان د شخړو او امنیتي څېړنو مرکز (پي ای سي اېس اېس) په خپل تازه څېړنیز راپور کې لیکلي، چې په تېره مئ میاشت کې په پاکستان کې ۸۵ بریدونه شوي، چې ۱۱۳ تنه پکې وژل شوي او ۱۸۲ نور بیا ټپیان دي.
په راپور کې راغلي، چې د مئ میاشتې په بریدونو کې د اپرېل میاشتې پرتله پنځه سلنه زیاتوالی راغلی.
د دغه مرکز د میاشتنۍ امنیتي ارزونې له مخې؛ په مئ میاشت کې ۸۵ وسلهوال بریدونه ثبت شوي، چې د اپرېل په میاشت کې د ۸۱ بریدونو څخه یو څه زیات دي.
په وژل شويو کې ۵۲ تنه د پاکستان امنیتي سرتېري، ۴۶ ملکي وګړي، ۱۱ وسلهوال او د امن کمیټې څلور غړي شامل دي.
په ټولیزه توګه په دغه بریدونو کې ۱۸۲ کسان ټپیان شوي، چې ۱۳۰ یې ولسيي وګړي، ۴۷ د پاکستان امنیتي پرسونل، څلور وسلهوال او د سولې کمیټې یو غړی هم پکې شامل دی.
د شخړو او امنیتي څېړنو مرکز د شمېرو له مخې؛ ډېری بریدونه په پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې شوي دي.
د دغه هېواد چارواکي په پاکستان کې د روانو ناکراریو پړه پر طالبانو ور اچوي او وایي، چې د افغانستان په خاوره کې یې ترهګرو ته خوندي پتنځایونه ورکړي؛ خو طالبانو دغه ادعاوې تل رد کړې دي او دا یې د پاکستان کورنۍ ستونزه بللې ده.