د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې له تېرې اپرېل میاشتې راهیسې له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو په لړ کې تر ۲۰۰زرو ډېر افغانان له دغه هېواده افغانستان ته ستانه شوي دي.
په دغه راپور کې راغلي، چې له ایران څخه هم د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ په چټکۍ سره روانه ده.
د راپور له مخې؛ پاکستان تر ۸۰۰ زرو ډېرو افغانانو د اېستلو لړۍ پیل کړې، چې د استوګنې جوازونه یې لغوه شوي چې په دې کې هغه کسان هم شامل دي چې په پاکستان کې زېږېدلي او یا له لسیزو راهیسې هلته ژوند کوي.
په راپور کې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې راغلي، چې په اپرېل میاشت کې له ۱۳۵۰۰۰ څخه زیات افغانان له پاکستانه بېرته افغانستان ته شوي وو؛ خو په مئ میاشت کې بیا شاوخوا ۶۷زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي او د جون په لومړیو دوو ورځو کې بیا له ۳۰۰۰ څخه زیات کسان بېرته افغانستان ته ستانه کړل شول.
له بل پلوه د پاکستان حکومت هغه افغانانو ته چې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ لهخوا ورته د پی او ار کارټونه ورکړل شوي، د روانې جون میاشتې تر وروستۍ نېټې په دغه هېواد کې د پاتې کېدو ضرب الاجل ټاکلی.
دا مهال په پاکستان کې شاوخوا ۱.۳ مېلیونه د پي او ار کارټ لرونکي افغان کډوال مېشت دي.