شهباز شریف له ټرمپ غوښتي، چې د هند او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو منځګړتوب وکړي

پرون

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي، چې د نوي ډيلي او اسلام اباد ترمنځ د کشمیر د کشالې پر سر دې د خبرو منځګړتوب وکړي.

نوموړي دغه څرګندونې په اسلام اباد کې د امریکا سفارت دننه د متحده ایالتونو د «۲۴۹مې کلیزې» په مراسمو کې کړې دي.

شهباز شریف همدا راز د کشمیر پر سر له هند سره د رامنځته شوې کشالې پر سر د اوربند په برخه کې د ټرمپ هڅې وستایلې.

هغه وویل: «ولسمشر ټرمپ د سولې سړی دی او د ګټورو سوداګریزو تړونونو ملاتړی هم دی. هغه ښودلې، چې له شخړو، یخو او ګرمو جګړو سره مخالفت لري».

نوموړي زیاته کړه: «موږ په زغم او حوصلې ځواب ورکړ. موږ د پهلګام پېښې د بې‌طرفې نړۍوالې څېړنې وړاندیز وکړ؛ خو هند پر موږ برید وکړ. هند باید د کره اسنادو له لارې نړۍوال قناعت کړی وای».

د نوي ډيلي او اسلام اباد ترمنځ منځګړی واشنګټن

په ورته وخت کې د پاکستان د خلکو ګوند مشر د یوه‌ پلاوي په مشرۍ واشنګټن ته تللی دی. نوموړي د امریکا مېشتو پاکستانیانو او له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې ټرمپ د هند او پاکستان ترمنځ د اوربند د ټینګېدو لپاره د پام وړ هڅې کړې دي.

د هغه په خبره: «ټرمپ لږ تر لږه لس ځله یادونه کړې، چې څنګه یې د اوربند لپاره رول لوبولی او دا یې ډېر پر ځای کار کړی. که د هغه هڅې نه وای، اوربند به هېڅکله نه وی شوی».

د هغه په خبره، امریکا باید د نوي ډیلي او اسلام اباد ترمنځ د اوربند د تلپاتې کېدو لپاره د خبرو اترو بهیر پیل کړي.

ناندره‌ییزې سیاسي څرګندونې

هم‌مهاله د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار خبر ورکړی، چې اسلام‌اباد هر وخت له هند سره د پراخو خبرو اترو لپاره چمتو دی؛ خو دا چاره باید د درناوي او متقابلې ارادې پر بنسټ وي. نوموړي خبرداری ورکړی، چې د هندي چارواکو توندې څرګندونې وضعیت لاپسې خرابولای شي.

د ډار په وینا: «هر وخت چې هغوی خبرو ته چمتو وي، موږ هم تیار یو؛ خو موږ اړ نه یو».

د هندي کشمیر په پهلګام کې نږدې دوه میاشتې وړاندې د د وسله‌والو یوې ډلې ۲۶تنه سېلانیان ووژل، چې د نوي ډيلي سخته غوسه یې راوپاروله او اسلام اباد یې په دغه برید تورن کړ.

هند په همدې غبرګون کې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو او پوځي اډو بریدونه وکړل. ادعا وشوه چې په دغو بریدونو کې یې د پاکستان دننه تر ۱۰۰کسانو ډېر ترهګر وژلي؛ خو پاکستان دا ادعا رد کړه او یوازې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې یادونه یې وکړه.

اسلام اباد هم د یادو بریدونو په غبرګون کې د هند پر خاوره هوایي او توغندیز بریدونه وکړل، چې د امریکا په هڅو یې ترمنځ اوربند وشو.

دواړه لوري اوس هم یو بل ته ګواښونه کوي او د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي بیا خبرداری ورکړی، چې د پاکستان پر ضد یې د «سېندور عملیات» لا پای ته نه دي رسېدلي.

نور خبرونه

رادیو