ډېپلوماټ مجلې په یوې مقاله کې ویلي، په بلوچستان کې د داعش خراسان څانګې له لوري د خپل موجودیت اعلان نه یوازې د پاکستان لپاره د تازه امنیتي سرخوږي خبرداری دی؛ بلکې د افغانستان لپاره هم یو جدي ګواښ او د نا امنیو ډېریدو خبرداری دی.
څېړونکي انګېري، چې په بلوچستان ایالت کې د داعش ډلې پټنځایونه او مرکزونه کولای شي د افغانستان پر خاوره د خونړیو بریدونو د پلان او پلي کولو مهمې زېرمې وګرځي. همدا مساله د طالبانو او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا وړ هم بلل کېږي.
داعش خراسان په یوه وروستۍ رسمي ویډیو کې د بلوچستان ایالت په مستونګ سیمه کې د خپلو مرکزونو شته والی منلی او د بلوڅ بېلتون پالو پر ضد یې د جګړې اعلان کړی. دغه ویډیو د دې ډلې په بلوچستان کې له څه د پاسه لس کلن حضور پرده پورته کړې او له پولو بهر یې د داعش د خوځښتونو نوي اړخونه روښانه کړي دي.
مقاله کاږي، دا چې طالبانو په افغانستان کې د داعش ډلې پټناځایونه تر سختو بریدونو لاندې راوستي؛ یادې ډلې اوس هڅه کړې، چې په بلوچستان کې خپل عملیاتي حضور پراخ کړي. همدا راز خپل فعالیتونه بیا تنظیم کړي او له یاد ایالت څخه د افغانستان پر خاوره د بریدونو پلانونه هم جوړ کړي.
طالب چارواکو او له دوی سره تړلو رسنیو مخکې هم ویلي وو، چې بلوچستان د داعش لپاره په یوه نوي خوندي پټنځاي بدل شوی. د دې خبرې یوه ښکاره بېلګه د تېر کال په ډېسمبر میاشت کې هغه ځانمرګی برید و، چې د طالبانو د کابینې پر غړي خلیل الرحمان حقاني وشو. طالبانو دغه برید داعش ته منسوب کړی او سرچینه یې مستونګ یاده کړې ده.
د ډېپلوماټ مقالې وړاندې لیکلي، پاکستان تر اوسه د داعش خراسان لهخوا په بلوجستان کې د پناه ځایونو د تازه اعتراف پر وړاندې څرګند غبرګون نه دی ښودلی او طالبانو هم خپله خوله چوپه کړې.
کارپوهان خبرداری ورکوي، که چېرې بلوچستان د داعش خراسان لپاره په خوندي ځای بدل شي؛ نو افغانستان به ډېر ژر یو ځل بیا د ځانمرګو بریدونو او خونړیو چاودنو له یوې ګواښونکې څپې سره مخ شي. په داسې حال کې چې افغانستان له کورنیو ستونزو او ژور ناورین سره لاس و ګرېوان دی.