پاکستاني رسنۍ وايي، چې د دغه هېواد لومړی وزیر شهباز شریف نن (پنجشنبه) د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د دوه ورځني سفر په موخه سعودي عربستان ته ځي.
جیونیوز د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په حواله زیاته کړې، چې ټاکل شوې هغه به د دې سفر په بهیر کې د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان سره وګوري.
په راپور کې راغلي، چې شریف به د سوداګرۍ همکاري، پانګونې فرصتونو او د اسلامي هېوادونو د اړوندو موضوعاتو په تړاو خبرېاترې وکړي.
یادې شبکې همداراز لیکلي، چې د پاکستان لومړی وزیر به د نوي ډیلي او اسلاماباد ترمنځ د کړکېچ په کمېدو کې د سعودي عربستان د رول مننه وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دا سفر کولای شي د سعودي عربستان د ۲۰۳۰ په پروګرامو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو نوې لارې پرانېزي.