د ډان ورځپاڼې د راپور لهمخې، د پاکستان د پنجاب ایالت په حافظاباد ولسوالۍ کې د دوو ماشومانو پر وژنې تورن له پولیسو نه د تېښتې پرمهال د اوبو په کانال کې ډوب شوی دی.
یادې ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ (د جون ۴مه) د پاکستاني پولیسو په حواله زیاته کړې، چې څو ورځې مخکې د پنجاب په «کاسوکي» سیمه کې دوه ماشومان نادرکه شوي وو او وروسته یې مړي بیا د یوه کور په اوسپنیز صندوق کې وموندل شول.
په راپور کې راغلي، چې د یوه ماشوم دوه ترونه او درې نور کسان د ېپېښې په تړاو د شکمنو کسانو په توګه پېژندل شوي او په وینا یې، تر اوسه پورې د دې شکمنو له ډلې یې یوازې دوه کسان نیولي دي.
یو له شکمنو کسانو نه چې د حافظاباد د جرمونو د کنټرول څانګې سره بندي و، د څېړنو پرمهال د ماشومانو پر وژنې اعتراف کړی دی. هغه ویلي دي چې ماشومان یې په لرګي وهلي او دا لرګی هغه په خپل کور کې پټ کړی دی.
پولیس له شکمن کس سره د پېښې ځای ته د لرګي د ترلاسهکېدو لپاره روان وو، چې موټر کاریاله کلي ته نږدې ورو شوی دی. په دې وخت کې شکمن کس خپل لاسونه له زولنو خلاص کړي، له موټره یې ځان غورځولی او تښتېدلی دی.
د پاکستاني پولیسو په وینا، هغه د اوبو کانال ته ځان غورځولی چې د ډېرو اوبو له امله مړ او څو شېبې وروسته یې مړی له کانال نه را اېستل شوی دی.
د یادونې ده، چې په پاکستان کې په دې وروستو کې جنايي پېښې ډېرې شوې دي.
وړمه ورځ د دغه هېواد په پلازمېنه اسلاماباد کې یوه ټیکټاکره په ښکاره ورځ د یوه ۲۲ کلن ځوان لهخوا ووژل شوه.