د پاکستان د خلکو ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره د پاکستان او هند ترمنځ د ګډې ناستې جوړېدو غوښتنه کړې ده.
پاکستاني رسنۍ جیو نیوز راپور ورکړی، چې نوموړي دغه څرګندونې د امریکا په کانګرس کې له پاکستاني استازو سره په لیدنه کې کړې دي.
د ناستې ګډونوالو د هند لهخوا د سند اوبو تړون ځنډول له نړۍوال قانون څخه ښکاره سرغړونه وبلله او ویې ویل، چې په سوېلي اسیا کې د تلپاتې سولې لپاره باید د هند او پاکستان ترمنځ خبرې اترې وشي؛ نه جګړې.