د جرمني د بهرنیو چارو وزیر: ۲۵۰۰ افغان کډوال به له پاکستانه ولېږدوو

۱۴ ساعتونه مخکې

د جرمني نوي حکومت اعلان کړی، چې له پاکستانه به ۲۵۰۰ هغه افغانان چې په دغه هېواد کې د مېشتېدو شرایط لري، ولېږدوي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ورځ د دغه هېواد پارلمان ته وویل، د پخواني حکومت ژمنې ته چې له مخې یې له ګواښ سره مخ افغانان له سیمې وباسي، وفادار پاتې کېږي.

د جرمني نوي لومړي وزیر تر دې مخکې اعلان کړی و، چې د کډوالو په ځانګړي ډول اد فغانانو د منلو بهير به ودرول شي.
دغه پرېکړه د بخښنې د نړۍوال سازمان په ګډون د بشري حقونو د ګڼو بنسټونو له پراخو نيوکو سره مخ شوه.
دوی باور لري، چې دا اقدام د جرمني له نړۍوالو ژمنو او د ژنيو له کنوانسيون سره په ټکر کې دی.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادیپول د چهارشنبې په ورځ د دغه هېواد په پارلمان کې یوې غونډې ته په وینا کې ټينګار وکړ: «موږ خپلو قانوني ژمنو ته چې د دغو کسانو منل پکې شامل دي وفادار يو او دا ژمنې به له شک پرته عملي کړو.»
د بشري حقونو فعالان، خبريالان، مدني فعالان، مخکښې ښځې او د جرمني له پخوانیو بنسټونو سره سلګونه همکاران سره له دې چې د دوی د کډوالۍ غوښتنې منظور شوې دي، لا هم په پاکستان کې د نامعلوم برخليک په حالت کې ژوند کوي.
دا کسان له هغه وروسته د لېږد له ځنډ سره مخ شول، چې د جرمني د پارلماني ټاکنو په درشل کې ځینو پناه غوښتونکو په ځانګړي ډول یو شمېر افغانانو یو لړ بریدونه ترسره کړل.
که څه هم د دغو کسانو د لېږد دقیق نېټه لا هم نه ده څرګنده، خو د نوي حکومت پرېکړه د دغو پناه غوښتونکو د بې برخلیکۍ وضعیت پای ته رسوي.

نور خبرونه

رادیو