ملګري ملتونه: افغانستان د چاپېریال له خرابېدو او د اقلیمي بدلون له اغېزو سره مخامخ دی

پرون

د ملګرو ملتونو د استوګنې اداره (UN-Habitat) خبر ورکړی، چې د افغانستان چاپېریال مخ په خرابېدو روان دی او د اقلیمي بدلون له سختو اغېزو سره هم مخ دی.

دغه سازمان زیاته کړې، چې له همدې کبله د خلکو روغتیايي ستونزې او ناروغۍ هم ډېرې شوې دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استوګنې ادارې مشره سټیفاني لوز وایي: «د چاپېریال خرابوالی د خلکو روغتیا او هوساینې ته زیان رسوي. دا د ښځلو خراب مدیریت، ککړو اوبو او د هوا د ککړتیا له امله نامناسبه شرایطو ته لاره هواروي».

نوموړې زیاته کړې، چې په غېر رسمي ښارګوټو او بې پلانه سیمو کې یادې ستونزې ډېرې شوې او تودوخه هم مخ په زیاتېدو ده.

همدا راز خبرداری ورکړل شوی، چې په بېلابېلو ولایتونو کې د استوګنې سیمې مخ په‌ پراخېدو دي او د چاپېریالي ناورینونو د مخنېوي تر څنګ باید د اقلیم اړوند هم اړین اقدامات وشي.

د یاد سازمان په باور د افغانستان راتلونکي نسل ته باید خوندي چاپېریال برابر شي.

تر دې وړاندې هم د افغانستان په تړاو ورته اندېښنې شریکې شوې وې او د چاپېریالي چارو کارپوهانو غوښتنه کړې وه، چې د اقلیم بدلون لپاره د شنو سیمو ډېرېدل هم مهم دي.

همدا راز نیوکه شوې وه، چې طالبانو په لرو پرتو سیمو کې د ځنګلونو د پرې کېدو مخه نه ده ډب کړې او دا چاره په راتلونکي کې پر اقلیم بدې اغېزې لرلای شي.

نور خبرونه

رادیو