د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي:« د اختريزو ځانګړو خپرونو پر مهال دې رسنۍ د تل په څېر له داسې څه نشرولو ډډه وکړي، چې ټولنه د منکراتو لور ته سوق کوي.»
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت زیاتوي، چې په دغه ناستو کې د رسنیو استازو او خبریالاتو ته د غوره اختریزو خپرونو جوړولو په موخه لازمې سپارښتنې هم شوې او له دوی یې غوښتي، چې د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د تېر په څېر ځانګړې او له پوهاوي ډکې خپرونې جوړې کړي.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دغې ډلې پر رسنیو خورا ډېر بندیزونه لګولي دي او د رسنیو پر فعالیتونو یې خپل څار هم زیات کړی دی.
تازه په ننګرهار کې د رسنیو ځینو مسوولانو د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۱مه) افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې په دغه ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست پر ښځینه خبریالانو شپږ بندیزونه لګولي دي چې په دې کې پرته له محرم څخه کار ځای ته د ښځو پر تګ، تفریحي خپرونو کې د ښځو په کار، د نارینهو سره په خپرونو کې د ښځو مرکې او خبرې، د خپرونو د بکګرونډ موسیقۍ او په ادبي خپرونو کې د عشقي شعرونو پر ویلو بندیزونه شامل دي.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پر اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې په ټولو ولایتونو کې د اطلاعاتو او کلتور ریاستونو لهخوا د ملاهبت الله اختریز پیغامونه په ملکي او پوځي ادارو او عامو خلکو د وېشلو ترڅنګ د رسنیو له استازو او خبریالانو سره د غوره اختریزو خپرونو جوړولو په اړه ناستې شوې دي.
دغه وزارت د ځینو انځورونو په خپرولو سره په ټولو ولایتونو کې د خپل د مشر ملاهبت الله اخوندزاده اختریزو پیغامونو له وېشلو هم خبر ورکړی.