د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې د یوې ښځې په ګډون یې په پکتیکا، خوست او پروان ولایتونو کې پنځه کسان په دورو وهلي دي.
د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د پروان ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې یې د یوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته له کوره د تېښتې په تور د څلور کلن تنفیذي بند او ۳۵ـ ۳۵ دورو سزا ورکړې ده.
د دغې محکمې په یوې بلې خبرپاڼه کې راغلي، چې په خوست ولایت کې یې دوو کسانو ته د نشهيي توکو د پېرلو په تور د دوو کالو او ۸ میاشتو تنفيذي بند او ۳۵ـ ۳۹ دُرو سزا ورکړې ده.
د دغې محکمې لهخوا بیا په درېیمه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پکتیکا ولایت سروضه ولسوالۍ کې یې پر غلا تورن یو کس ته د دوه کلن تنفيذي بند او ۳۶ دورو سزا ورکړې ده.