په ترکیه کې د طالبانو سفیر محمد زبیر ودان او په یاد هېواد کې د عراق سفیر ماجد اللجماوي په ګډه لیدنه کې د دواړو لوریو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا په تړاو خبرې کړې دي.
د عراق دولتي اژانس خبر ورکړی، چې په دغه لیدنه کې د بغداد او کابل ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او د هغې د پراخولو لارې چارې ارزول شوې دي.
همدا راز دواړه خواوو د عراق او افغانستان د سفارتونو د بیا پرانېستلو پر امکان خبرې کړې دي؛ څو د دواړو هېوادونو ترمنځ بشپړې ډیپلوماټيکې او رسمي اړیکې بیا پیل شي.
دغه راز، د طالبانو او عراق سفیرانو د انقرې ښار کې د دواړو سفارتونو ترمنځ د ډېپلوماټیکو همکاریو پر پراخولو او د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو پر موضوعاتو د همغږیو پر اړتیا هم ټینګار کړی دی.
اللجماوي او ودان ژمنه کړې، چې د سیمهییزو او نړۍوالو بحثونو په ډګرونو کې به خپلو مشورو او همکاریو ته دوام ورکوي او هڅه به کوي چې دوه اړخیزې اړیکې لا پیاوړې کړي.
له بلې خوا، په ترکیه کې د طالبانو سفارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه سفارت سرپرست د عراق له سفیر سره د افغانستان او عراق ترمنځ د سیاسي او کلتوري اړیکو په اړه هم خبرې کړې دي.
یاده دې وي، چې د داعش ډلې لهخوا د ۱۳۹۶ کال (د زمري په ۹مه نېټه) په کابل کې د عراق پر سفارت برید وشو، چې له امله یې یاد هېواد کابل کې خپل سفارت وتاړه.