د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې تېره ورځ د (غبرګولي ۱۴مه) له پاکستان او ایران څخه ۱۰۲۶ افغان کورنۍ په جبري توګه افغانستان ته ستنې کړای شوې دي.
د راپور له مخې؛ په دغو کورنیو کې ۱۰۶کورنۍ د پاکستان له لوري د تورخم او سپین بولدک له لارو افغانستان ته ستنې شوې دي. همدا له ایران څخه بیا د هرات او نیمروز ولایتونو د پولو اړوند ۹۲۰ افغان کورنۍ افغانستان ته شتنې شوې دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې؛ د روان زېږدیز کال له پېل راهیسې له یادو دواړو هېوادونو څخه څه باندې ۶۰۰ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي، چې نږدې نیمایي برخه یې په جبري توګه ستانه شوي دي.
پاکستان همدا راز ګواښ کړی، چې د جون میاشتې تر پای ته رسېدو وروسته به په دغه هېواد کې د هغه افغان کډوالو د جبري اېستلو بهیر هم پیل کړي چې د ملګرو ملتونو (پي او ار) کارتونو لرونکي دي.
که څه هم نړۍوالو بنسټونو له دغه هېواده غوښتي، چې د افغان کډوالو بهیر ودروي؛ خو اسلام اباد پرې غوږونه کاڼه کړي دي.
هممهاله ایراني چارواکو هم خبر ورکړی، چې د افغان کډوالو د اېستلو لپاره یې له طالبانو سره خبرې کړې دي او هغوی چمتو دي چې په تدریجې توګه دغه لړۍ پیل شي. ایران کې نږدې اته مېلیونه افغانان مېشت دي، چې د یاد هېواد د حکومتي چارواکو په وینا، نږدې نیمایي یې د استوګنې قانوني اسناد نه لري.
پاکستان او ایران د افغان کډوالو لپاره تر ټولو سختدریځه هېوادونه ګڼل کېږي، چې پکې له سختو شکنجو، زنداني کېدو او ان د وژل کېدو له ګواښونو سره مخ دي.