په بلوچستان کې د بلوڅو ملي ګرا نهضت پر ضد پنځم پوځي عملیات د پاکستان پوځي دکتاتور جنرال مشرف په ۲۰۰۶ کال کې پیل کړي وو. د بلوڅو ملي ګرا ځواکونو مقاومت د ۲۰۰۶ کال د اګست په میاشت کې هغه وخت زور وموند چې پوځ د بلوڅو یو پیژندل شوی سیاسي مشر نواب اکبر خان بګټي په عملیاتو کې شهید کړ.

د هغې نه وروسته په بلوڅانو کې له پاکستان نه د بیلیدو نهضت زور وموند.

د بلوڅو وسله‌والو ډلو له خوا چریکي جګړه کله کمه او کله زیاته شوه، خو دغې جګړې ادامه پیدا کړه او د پاکستان د پوځ له خوا هم پنځم پوځي عملیات په دوامدار ډول پر مخ ولاړل. د دغو عملیاتو په جریان کې د پاکستان د پوځ استخباراتي څانګو د بلوڅ ځوانانو تری تم کول او د کومې محکمې له پرېکړې پرته وژل پیل کړل. که څه هم د پاکستان پوځ دا کار د بلوڅانو په منځ کې د ویرې خورولو لپاره کاوه، خو له دې سره په بلوڅانو کې د پاکستان پر ضد کرکه او قهر نور هم ژور شو، چې په نتیجه کې یې د بلوڅو ملي مقاومت زور وموند.

د اوسني کال د مارچ په یوولسمه نېټه د بلوچستان د ازادۍ پوځ نومې د بلوڅو بیلتونپالې وسله‌والې ډلې (بی ایل اې) د بولان په دره کې جعفر ایکسپریس نومی ریل ګاډی او پکې سواره خلک وتښتول. په دغه اورګاډي کې لږ تر لږه ۳۸۰ مسافر موجود وو. په دغو مسافرینو کې ګڼ شمېر هغه پوځیان هم وو چې د اختر لپاره رخصت وو او له بلوچستان نه نورو ایالتونو ته روان وو. د بولان په دره کې د درې ورځو جګړو نه وروسته پاکستاني پوځ وکولای شول چې د جعفر ایکسپریس نومی ریل ګاډی د بی ایل اې له جنګیالیو خلاص کړي، خو بی ایل اې ادعا وکړه چې دوی لږ تر لږه د پاکستان د پوځ دیرش تنه عسکر وژلي دي. دغې پېښې په نړیواله میډیا کې پراخ انعکاس وموند. له دې وروسته بی ایل اې او د بلوڅو نورو بیلتونپالو وسله‌والو ډلو هم د بلوچستان په مختلفو سیمو کې پر پاکستاني پوځ بریدونه وکړل، چې پاکستاني پوځ پکې درانده تلفات ولیدل.

د سرمچارانو خلاف شپږم عملیات

د پاکستاني پوځ پر ضد وسله‌واله مبارزه کې برخه‌والو ته بلوڅان په بلوڅۍ ژبه کې "سرمچار" یعنې سرښندونکی وایي.

بلوڅ سرمچاران له تېرو څو کلونو راهیسې په جګړه کې ځانمرګي بریدونه هم کوي. اوس بلوڅ جنګیالي په چریکي بریدونو سربېره اشغالي بریدونه هم کوي. هغوی ځینې قصبې یا ښارګوټی د لږ وخت لپاره اشغال کړي او بیا له پوځ سره اوږدې نښتې وکړي.

پاکستان پر هند تور پورې کوي چې د بلوڅو وسله والو بیلتون‌خوښو سره مرسته کوي، خو تر اوسه یې د دې تور کوم کوټلی ثبوت نه دی وړاندې کړی. پوځ دا تور د پاکستان په پنجاب ایالت کې د بلوڅو د ملت‌پال نهضت پر ضد د کرکې د راپارولو لپاره لګوي، ځکه په پنجابیانو کې د هند پر ضد احساسات ژورې ریښې لري.

د مارچ په میاشت کې د جعفر ایکسپریس ریل ګاډي له تښتولو وروسته د پاکستان پوځ د بلوڅو ملت‌پالو وسله والو ډلو پر ضد نوي او پراخ پوځي عملیات پیل کړل، چې دا په تېرو اته اویا کلونو کې شپږم عملیات دی.

خو په دې خبرې پوهېدل اړین دي چې د پاکستان د پوځ پر ضد د بلوڅانو ملي مقاومت تر وسله‌والې مبارزې پورې محدود نه دی.

دغه نهضت پراخ ولسي بنسټ هم لري. پخوا دغه نهضت د بلوڅو ملت‌پالو ګوندونو او د بلوڅ محصلینو سازمان "بلوڅ سټوډنټس اورګنایزیشن (بی ایس او)" له‌خوا رهبري کېده، خو په کال ۲۰۲۲ کې د "بلوڅ یووالي کمیټې" (BYC) په نوم یو نوی سازمان منځ ته راغلی دی. لکه څنګه چې په دې لیکنه کې وړاندې ویل شوي، د پاکستان پوځ او استخباراتو له‌خوا ملتپال سیاسي فعالین تری تم کېږي، د ځینو تری تم شویو کسانو مړي پیدا شي چې له سختې شکنجې وروسته وژل شوي وي، او د ځینو نورو کسانو تر لسو یا پنځلسو کلونو هېڅ درک نه کېږي. کله چې د تری تم شویو خلکو شمېر تر زرو کسانو واوښت، د هغوی کورنیو غړو د دې ناوړه عمل پر ضد احتجاج وکړ او د هغوی د خلاصون غوښتنه یې وکړه. دوی په کوټه او د بلوچستان په نورو سیمو کې احتجاجي کمپونه جوړ کړل او په نه ستړې کېدونکي توګه یې خپل احتجاج ته ادامه ور کړې ده.

بلوڅ ښځینه معترضانې

په دغو اعتراض کوونکو کې ګڼ شمېر بلوڅانې ښځې هم راووتلې، چې له دې سره دغه نهضت بې‌ساری زور ترلاسه کړ. همدغو سوله‌ ییزو اعتراض کوونکو په کال ۲۰۲۲ کې د بلوڅ یووالي (پیوستون) کمیټه یا په انګلیسي ژبه کې "BYC" په نوم سازمان جوړ کړ. د دغه سازمان مشري تر ډېره د ځوانو ښځو په لاس کې ده. د کمیټې مشره ماهرنګ بلوچ نومېږي. ماهرنګ د طب ډاکتره ده، خو خپل ژوند یې ملي مبارزې ته وقف کړی. د هغې پلار غفار بلوچ د پاکستان د پوځ له‌خوا تری تم شوی و او شکنجه شوی جسد یې پیدا شوی و. د ماهرنګ یو ورور هم تری تم شوی دی. دویمه مشره یې سمی دین بلوچ ده چې د هغې پلار ډاکټر دین محمد بلوچ څوارلس کاله وړاندې تری تم شوی دی. سمی دین او د هغې خور مهلب بلوچ له ماشومتوبه د خپل پلار د لټون او خلاصون لپاره مبارزه کوي. دا دواړې خویندې د پوهنتون محصلانې دي. درېیمه مشره ډاکټره صبیحه بلوچ او څلورمه یې بیبو بلوچ ده.

پاکستاني جنرلان د بلوڅانو په منځ کې د "BYC" د رهبري بې‌ساري محبوبیت له امله سخت وارخطا شوي دي، ځکه ماهرنګ بلوچ او د هغې ملګرې چې د بلوڅو په سیمو کې هرې خوا ته ځي، نو لکونه خلک یې هرکلي ته راوځي. د پاکستانی جنرالانو هېڅ تهدید یا اخطار دغه ځوانې ښځې ونه وېرولې او هغوی خپل سوله‌ ییز مقاومت ته دوام ورکړ. دوه میاشتې وړاندې د "BYC" د رهبري غړي د حکومت له‌خوا توقیف شول او تر اوسه په بند کې دي. د بلوچستان په هر ګوټ کې د ماهرنګ بلوچ پلویانو احتجاجي مظاهرې وکړې، خو د پاکستان په رسنیو کې د دغو مظاهرو خبرونه پوښښ نه مومي. البته د ماهرنګ بلوچ او د هغې د پلویانو پر ضد له ښکاره دروغو ډک تبلیغات په ورځپاڼو او ټلوېزیونونو کې خپرېږي، خو دا خبره څرګنده ده چې بلوڅ ولس دغو تبلیغاتو ته غوږ نه نیسي.

جالبه دا ده چې کله په افغانستان کې طالبانو جګړه کوله، نو پاکستاني جنرالانو به تل ویل چې جګړه سیاسي ده او دا د[ناټو او امریکا] پوځي عملیاتو له لارې نه حل ‌کېږي، خو اوس چې د دوی پر ضد نارینه او ښځې، ټول بلوڅان سړکونو ته راوتلي، نو دوی پوځي عملیات، جبر او اختناق د سیاسي مسالې حل ګڼي.

نور خبرونه

رادیو