په تورخم کې د لرغونې دورې یوه مهمه تاریخي سیمه کشف شوې

۲ ورځې مخکې

د طالبانو د ننګرهار والي رسنیز دفتر وايي چې په تورخم ښارګوټي کې د عمري په نامه د کډوالو په کېمپ کې دننه د لرغونې دورې یوه مهمه تاریخي ساحه کشف شوې ده.

دوی همدراز زیاتوي کشف شوې ساحه کې د بابري او کوشاني تمدن اثار او نښې، پخواني کوهیان، غونډۍ او لرغوني جوړښتونه موندل شوي.

د طالبانو د ننګرهار والي د رسنیز دفتر نن یکشنبه د غبرګولی په ۱۱مه لیکلي چې په تورخم کې د عمري کمپ دننه د باستاني دورې یوه مهمه تاریخي ساحه کشف شوې ده.

د طالبانو ننګرهار والي رسنیز دفتر وايي چې موندل شوې تاریخي ساحه کې د بابري او کوشاني تمدن اثار او نښې، پخواني کوهیان، غونډۍ او لرغوني جوړښتونه موندل شوي.

د ننګرهار ځايي چارواکي وايي چې ددې ساحې په اړه د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته د رسمي ثبت لپاره راپور لېږل شوی دی.

دوی همدراز زیاتوي چې د ساحې د خونديتوب لپاره سپارښتنه شوې ده.

نور خبرونه

رادیو