نی وايي طالبانو د افغانستان ازادې رسنۍ د له منځه وړلو تر پولو رسولي دي

۶ ورځې مخکې

په جلا وطنۍ کې د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ (نی) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې طالبانو د افغانستان ازادې رسنۍ د تبلیغاتي موخو او ناوړه استفادې له لارې د له منځه تلو تر پولو رسولي دي.

د رسنیو د ملاتړ دغه بنسټ په خپله اعلامیه کې ویلي، چې طالبان خپل ټول تبلیغاتي پروګرامونه د ازادو رسنیو له لارې په زور او جبر خپروي.

اعلامیه زیاتوي:«ټول خصوصي ټلویزیونونه، راډیوګانې او خبرې ادارې اوس د طالبانو له خوا د باختر اژانس او ملي ټلویزیون په څېر کنټرولیږي. د طالبانو له اجازې پرته هېڅ داسې مسایل نه خپریږي، چې د دې ډلې په زیان وي.»

په جلا وطنۍ کې د نی ادارې ویلي، چې د خصوصي رسنیو مسوولین د ویرې او خپلو شخصي او قومي ګټو له امله اړ شوي چې د طالبانو پلانونو پلي کولو ته غاړه کېږدي.

یاده اداره زیاتوي، طالبانو خصوصي رسنیو ته امر کړی، چې په خپلو راپورونو کې د یادې ډلې مشر ته «حفظ الله» پسوند او نورو طالب چارواکو ته هم ورته القاب وکاروي.

په جلا وطنۍ کې د نی ادارې د طالبانو له خوا پر خصوصي رسنیو کنټرول اندېښمنونکی بللی او وايي، چې د طالبانو یادې تګلارې افغان رسنۍ د له منځه تلو تر پولو رسولي دي.



نور خبرونه

رادیو