افغانستان کې د پاکستان ضد ډلو ځپل؛ طالبان له اسلام اباد سره د نږدې کېدو په هڅه کې دي

پرون

د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپانې د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، چې طالبانو په افغانستان کې د هغو کسانو او ډلو پر وړاندې پراخې هڅې پیل کړې، چې د پاکستان له مخالفو وسله ‌والو سره خواخوږي لري.

راپور کې زیاته شوې، طالبانو هغه افغانان په نښه کړي، چې د «ټي ټي پي» په ګډون له بېلابېلو پاکستان ضد وسله والو ډلو سره یو ځای شوي دي.

د ورځپانې په باور، دا لومړی ځل دی چې طالبانو نه یوازې د اسلام اباد غوښتنو ته مثبت دریځ څرګند کړی، بلکې عملي اقدامات یې هم پیل کړي دي.

تر دې دمخه افغانستان انټرنشنل هم په خپله یو راپور کې په ډاګه کړې وه، چې طالبانو له «ټي ټي پي» سره د اړیکو په تور خپل یو شمېر قوماندانان او غړي زنداني کړي دي.

له دې اقداماتو سره هم مهاله په کابل کې د طالبانو یوه غړي سعید الله سعید د خپلې ډلې د پولیسو په فراغت غونډه کې سپارښتنه وکړه چې د ملا هبت‌الله د امر له مخې د دوی کسان بهرنیو هېوادونو ته د جګړې یا د هغه په اصطلاح «جهاد» ته نه شي تللی.

پاکستاني رسنیو د نوموړي څرګندونې په پراخه توګه تبلیغ کړې او دا یې مثبت ګام وباله.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې تېره اوونۍ په بېجینګ کې د طالبانو، پاکستان او چین بهرنیو چارو وزیرانو د ګډو همکاریو په تړاو غونډه هم وکړه.

په یاده غونډه کې د چین‌ په منځګړتوب طالبانو پاکستان ته ډاډ ورکړی، چې د خپل دغه ګاونډي امنیت ته په ځانګړې پاملرنه کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم کابل ته د اپرېل میاشتې په ۱۹مه نېټه د خپل سفر په تړاو تازه څرګندونې کړي دي. هغه وويل: «د پاکستان او افغانستان اړيکې په ښه لور روانې دي. د دغه بهير د ساتلو لپاره خوشحاله يم، چې اعلان وکړم، زموږ حکومت پريکړه کړې چې کابل ته به سفير ولېږي او له دې وروسته به زموږ استازولي د شارژدافیر پر ځای د سفیر کچې ته لوړه شي.»

ډار زیاته کړه: «زه باور لرم چې دا ګام به زموږ د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنيت، ترهګرۍ ضد مبارزې، سوداګرۍ او اقتصاد په برخو کې همکارۍ ته وده ورکړي.»

طالبانو سره د اړیکو پر سر د اسلام اباد او نوي ډیلي ترمنځ سختې سیالۍ روانې دي.

باورونه دا دي چې دواړه لوري غواړي د یادې ډلې باور خپل کړي، خو طالبانو لا له دواړو لوریو سره پاللې ده.

پاکستان تل په افغانستان کې له حکومتونو تمې لرلي، چې باید له هند سره اړیکې ونه لري او ورته غوښتنې له طالبانو هم لري.

پاکستان «ټي ټي پي» او بلوڅ بېلتون پاله د هند نیابتي ډلې بولي او پر طالبانو یې نیوکې کړي چې د دوی ضد دغو ډلو ته یې پناه ځایونه ورکړي‌ دي.

طالبانو تر دې مخکې هم د دغه کشالې پر سر له اسلام اباد سره خبرې کړې وې،‌ خو ښکاري چې دا کړکېچ لا هم په باوري توګه نه دی حل شوی.

نور خبرونه

رادیو