د پاکستاني پوځ او وسله والو په نښته کې ۴ پوځیان او ۷ وسله وال وژل شوي دي

۲ ورځې مخکې

د پاکستان پوځ وایي، چې د خېبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان او چترال سیمو کې د عملیاتو پر مهال ۴ پاکستاني پوځیان او ۷ وسله وال وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ زیاته کړې، چې په سیمه کې یې لا هم عملیات دوام لري.

د پوځ په خبره، په وژل شوي پوځيانو کې د عملیاتو مشر دانیال اسماعیل، کاشف رضا، فقیعت علي او محمد حامد شامل دي.

د پاکستان امنیتي چارواکو ادعا کړې، چې تحریک طالبان پاکستان د افغان طالبانو په ملاتړ د افغانستان له خاورې دا ډول بریدونه پلانوي.

نور خبرونه

رادیو