پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د یکشنبې ورځې په سر مقاله کې لیکلي، چې چین له طالبانو غوښتي؛ څو له پاکستان سره د کړکېچ پر ځای ښې او دوستانه اړیکې وساتي.
د ورځپاڼې په باور طالبانو دغه غوښتنه منلې او د اسلام اباد په ګټه یې ځیني اقدامات هم کړي دي.
مقاله کې زیاته شوې، چین هڅه کوي په دغه ډول اقداماتو سره د طالبانو په اقتصاد او سیاست کې د هند مخه ونېسي. همدې موخې ته په پام بېجینګ طالبانو ته د زېربناوو پراختیا او سوداګریزو همکاریو وړاندیزونه کړي دي؛ خو دغه مرستې مشروطې دي او چین غواړي، چې طالبان له پاکستان سره رغنده همکاري ولري؛ دغه هېواد د چین د سیمهییزو پروژو په ځانګړې توګه د «سي پېک» لپاره سټراټېژیک اهمیت لري.
همدا راز د اسلام اباد د هغه اندېښنې پر سر چې ګوندې د افغانستان په خاروه کې د «ټيټيپي» وسلهوالو ته پناه ځایونه ورکړل شوي په تېرو میاشتو کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا تر ټولو جدي مساله پاتې شوې ده.
مقاله کې راغلي، چې د چین دغه غوښتنو طالبان دې ته اړ کړي؛ څو د پاکستاني طالبانو پر ضد ځیني اقدامات وکړي.
مقاله کاږي، چې طالبانو د «ټيټيپي» سره د اړیکو، جلب و جذب او خوخواږۍ له کبله ځیني افغانانان هم نېولي دي.
ټربیون ورځپاڼه زیاتوي، د پاکستان ضد کسانو خلاف د طالبانو دغه ډول اقدامات ښیي چې دغه ډلې د اسلام اباد سره د اړیکو رغولو لپاره خپله تګلاره ښه کړې ده.
په پای کې ویل شوي، که څه هم هېڅوک لا تر اوسه پورې طالبان په رسمیت نه پېژني؛ خو یو شمېر هېوادونو اوس کرار، کرار یو ځل بیا له طالبانو سره د اړیکو د پیلولو په فکر کې دي.
ځینو هېوادونو کابل ته سفیران لېږلي او د اړیکو د عادي کېدو هڅې یې پیل کړې دي.
د ټربیون له مقالې ور اخوا باورونه دا دي، چې د طالبانو او اسلام اباد اړیکې هر وخت له ننګوونو سره مخ کېدلای شي.
په تېرو وختونو کې هم دواړو لوریو له یو بل سره د مثبتو اړیکو رامنځته کېدو هیلهمندۍ ښودلې وې؛ خو وروسته په ډاګه شوې چې دغو تعاملاتو ډېر دوام ونه کړ.
بل خوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په افغانستان کې د چین د زیاتېدونکي نفوذ په تړاو څرګندونې کړې دي او ان دا یې لا هم ویلي، چې د دوی تر واک لاندې بګرام پوځي اډه اوس د چین په ولکه کې ده.
له دغه ډول څرګندونو ښکاري، چې واشنګټن د طالبانو او بېجینګ په زیاتېدونکو اړیکو خوشحاله نه دی.