د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په رسمي ډول په بلوچستان ایالت کې د بلوڅ بېلتون پاله ډله د «هندوستان فتنې» په توګه ونوموله.
یاد وزارت ادعا کړې، چې دغه ډله د بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه د هند په ملاتړ د پاکستان ضد وسلهوال فعالیتونه کوي.
د پاکستان دغه وزارت د شنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۰مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، دا نوم اېښودنه د دې لپاره شوې؛ تر څو د دغه وسلهوالو د واقعي طبیعت، اند او مرام تر څنګ د شومو پلانونو څرګندونه وشي.
همدا راز زیاته شوې، د بلوڅ بېلتون پالو اصلي ریښه له هنده سرچینه اخلي.
د پاکستان پوځ هم تر دې وړاندې ویلي و، چې هند له خپلو وروستیو ناکامیو اوس غواړي د خپلو نیابتي کسانو په وسیله په بلوچستان او خېبر پښتونخوا ایالتونو کې ګډوډۍ رامنځته کړي.
د بلوڅ بېلتون پالو له لوري پر جعفر اېکسپرېس رېل ګاډي تر برید او د پاکستاني سرتېرو تر برمته کېدو وروسته د پاکستان پوځ پر هند او افغان طالبانو تور پورې کړ، چې یاد برید یې په ګډه طرحه کړی و.
یادې وسلهوالې ډلې څه موده وړاندې نوي ډیلي ته په ښکاره توګه ویلي و، چې د پاکستان پر ضد یې د بریدونو ملاتړ کوي.