د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي، د یکشنبې په ورځ د (غبرګولي ۱۱مه) امیرخان متقي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار د ډېپلوماټیکو اړیکو د کچې پر لورېدیو ټلېفوني خبرې کړې دي.
دواړه خواوو په کابل او اسلام اباد کې د سفیرانو کچې ته ډېپلوماټیک ماموریتونه لوړول مثبت ګام بللی.
طالبانو زیاته کړې، د دغه ماموریتونو پړاوونه به ډېر ژر ترسره شي. اسحاق ډار او متقي هیله څرګنده کړې، چې دغه چاره به د دواړو لوریو ترمنځ په ګڼو برخو کې د همکاریو پراختیا ته لاره هواره کړي.
افغانستان انټرنشنل ته سرچینو معلومات ورکړی، چې ښايي د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ډېر ژر اسلام اباد ته سفر وکړي.
د دغه راتلونکي سفر مهم ټکي د طالبانو تر سیوري لاندې د افغانستان په خاوره کې د «ټيټيپي» مهارول یاد شوي.
همدا راز موندنو ښودلې، چې طالبانو د اسلام اباد په غوښتنه خپل هغه غړي نیولي چې د پاکستاني طالبانو لپاره یې جلب او جذب کاوه.
له دې سره، سره تازه د چین په منځګړیتوب د طالبانو او اسلام اباد ترمنځ دوستانه اړیکو د پیاوړتیا نوې څپه هم پیل شوې ده.
چین غواړي طالبان او اسلام اباد یو وار بیا نږدې کړي؛ څو په دې سره په افغانستان کې د هند د نفوذ مخه ونېسي.