بلوچستان کې د یوې چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي

۳ ورځې مخکې

په بلوچستان ایالت کې پولیس وایي، چې کویټې ته نږدې د یوې چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

د پولیسو مشر ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې یاده پېښه په کلي منکل سیمه کې شوې او موخه یې د عبدالسلام په نوم د ډبرو سکرو د یوه کان مالک و.

نوید اختر زیاته کړې: «یوې وسله‌والې ډلې له عبدالسلام څخه د باج په ډول پېسې غوښتې وې، چې د نه ورکړې له امله یې شاوخوا ۱۰۰ تنو وسله‌والو پر کان برید وکړ او هلته یې ټول کاري وسایل ویجاړ کړل.»

د پولیسو مشر وویل، وروسته له هغه چې د یاد کان څښتن عبدالسلام او د هغه ورور سیمې ته د څو نورو کسانو سره ورسېدل؛ د وسله‌والو له‌خوا پرې ډزې وشوې او نښته پيل شوه.

په راپور کې راغلي، وسله‌والو له تېښتې وړاندې په کان کې چاودېدونکي توکي ځای پر ځای کړي وو چې د چاودنې له امله عبدالسلام او د هغه ورور وژل شوي او ۱۱ تنه نور بیا ټپیان دي.

د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر وسیم بېګ ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې د پېښې ټپیان د کویټې مرکزي روغتون ته راوړل شوي او تر دې مهاله یې روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی.

د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري د چاودنې غندنه کړې او د دوو کسانو د مرګ په اړه یې خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

بلاول بوټو زیاتوي:« هغه کسان چې د دښمن په امر د بې ګناه خلکو وینه تویوي، د رحم وړ نه دي.»

په کویټه کې امنیتي مسولین وایي، چې له پېښې وروسته سیمې ته رسېدلي او په کلي منګل کې یې د یادو وسله‌والو د نیولو لپاره چاڼیز عملیات پیل کړي دي.

نور خبرونه

رادیو