د شنبې به ورځ (د غبرګولي ۱۰مه) د بلوچستان په کویټه او ډېره بګټي کې د وسلهوالو په ډزو او بمي چاودنه کې ۳ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
یوه دولتي چارواکي ډان ورځپاڼې ته ویلي، چې تېره ورځ په ډېره بګټي سیمه کې د ناپېژانده وسلهوالو په ډزو کې د امنیتي ځواکونو یو افسر وژل شوی او همدا راز وسلهوالو د مستونګ ولسوالۍ په ولي خان سیمه کې د پولیسو یو مرکز ته اور اچولی دی.
دغه چارواکي د یوې بلې پېښې د خبر په ورکولو سره زیاته کړې، چې د شنبې په ورځ کویټې ته نږدې د ماین په چاودنه کې دوه وروڼه وژل شوي او نهه تنه نور ټپیان دي.