طالب چارواکی ذاکر جلالي وايي چې په کابل کې د پاکستان د ډېپلوماتیک ماموریت د کچې سفير ته پورتهکېدو سره دوی هم په اسلاماباد کې د خپل شارژدافير کچه سفير ته پورته کوي. د نوموړي په وینا، اسلاماباد امیرخان متقي ته د سفر رسمي بلنه ورکړې چې په مناسب وخت کې به تر سره شي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي ذاکر جلالي د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۹مه) پر اېکسپاڼه لیکلي: «په کابل کې د پاکستان د ديپلوماتیک ماموریت د کچې سفیر ته پورته کولو سره به دوی هم په اسلام اباد کې د شارژدافير کچه سفير ته پورته کړي.»
نوموړي ویلي، چې دواړه هېوادونه د مشترکاتو ترڅنګ دوه اړخیزې اړيکې او ننګونې هم لري.
د جلالي په خبره، چې دوه اړخېزې اړيکې د ډیپلوماسۍ او تدبیر سره مثبت لوري ته تللی شي.
نوموړي دا هم ویلي، چې کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر د راتګ پر مهال هغه امیرخان متقي ته د اسلاماباد د سفر بلنه ورکړې چې په مناسب وخت کې به تر سره شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، چې کابل ته یې وروستی سفر ډېر ګټور و او پاکستان پرېکړه کړې چې له طالبانو سره د ډېپلوماټیکو اړیکو د پیاوړتیا په موخه په کابل کې د خپل شارژدافیر کچه لوړه او سفیر وګوماري.