د لبنان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، د ایلن ماسک سټارلینک شرکت او د لبنان حکومت د انټرنېټ د سپوږمکۍ خدمتونو پر پیل خبرې کوي.
ولسمشر جوزف عون د سټارلینک د جواز او پراختیا نړیوال رییس، سام ټرنر، سره لیدلي، چې پکې د شرکت او د مخابراتو وزارت ترمنځ روانې خبرې ورته تشریح شوې دي.
د مخابراتو وزیر چارلس حاجه هم له ولسمشر سره لیدلي، څو د خبرو د پرمختګ راپور ورکړي. که دا موافقه وشي، لبنان به د هغو ۱۳۶ هېوادونو برخه شي چې سټارلینک پکې فعال دی.
ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، ټرنر د سټارلینک مهمې ګټې وړاندې کړي، چې له مخې به یې د سپوږمکۍ له لارې انټرنېټ چټک او اغېزمن شي، او دا به د صنعتي، تجارتي، بانکدارۍ، ښوونیزو او دولتي ادارو پر کار مثبت اغېز وکړي.
لبنان له کلونو راهیسې د انټرنېټ او مخابراتو له پلوه وروسته پاتې شوی، او د ګرځنده انټرنېټ له پلوه تر ټولو ګران بیه هېوادونو کې شمېرل کېږي.
پرلهپسې فساد او بېځایه لګښتونو د دغه هېواد مالي بحران او لوړ پور ته لار هواره کړې ده.